کور / تازه خبرونه / د امريکا سفير له لوى څارنوال څخه د استعفاء غوښتنه کړې

د امريکا سفير له لوى څارنوال څخه د استعفاء غوښتنه کړې

د افغانستان لوى څارنوال محمداسحاق الکو وايي په کابل کي د امريکا سفير متقاعد جنرال آيکن بيري له ده څخه د استعفاء غوښتنه کړې ده.
الکو وويل سفير له ده څخه غوښتي وو چي که د حاجي عظيمي په نامه په فساد ککړ يو غير دولتي چارواکى ونه نيسي، نو له دندي څخه دي استعفاء وکړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي حاجي محمدرفېع عظيمي د ((افغان يونايټيډ)) په نوم د يوه شخصي بانک مرستيال مشر دئ، چي د حج او اوقافو د پخواني وزير محمدصديق چکري له خوا لوټ سوي پيسې يې هغه ته ورتسليم کړي وې.
صديق چکري چي اوس په لندن کي اوسېږي په دې تورن دئ چي تېر کال يې د افغان حاجيانو په پروسه کي په ميليونونو افغانۍ رشوت اخيستى وو.
لوى څارنوال وايي دوى ځکه حاجي عظيمي نسي نيولاى، چي د چکري په قضيه کي د هغه د لاس لرلو هيڅ راز اسناد په لاس کي نلري .
نوموړي وويل چي د ده د استعفاء واک له افغان ولسمشر او پارلمان سره دئ، نه له امريکايي سفير ايکن بيري سره.
الکو وويل چي کله يې د آيکن بيري غوښتنه ونه منله، هغه خواشينى سو او له دفتر څخه يې ووتئ.
لوى څارنوال چي دغه څرګندوني يې نن په کابل کي خبريالانو کولې وويل، د امريکايي سفير دغه غير قانوني او له ډپيلوماتيکو اصولو خلاف غوښتنه به د افغانستان او امريکا اړيکي نوري هم ترينګلي کړي.