افغان حکومت وايي پاکستان ورسره منلې ده چي د طالبانو نائب مشر ملاعبدالغني برادر به ورسپاري.
د افغانستان د جمهوري رياست يوه وياند حامد علمي د آزادۍ راډيو انګليسي څانګي ته ويلي چي د افغانستان او پاکستان د کورنيو چارو وزيرانو په وروستيو ورځو کي په دې هکله مفصلي خبري کړي دي او پاکستان ژمنه ورسره کړې، چي ملا برادر به کابل ته تسليم کړي.
ملا عبدالغني برادر چي د روان کال د فبروري په مياشت کي په کراچي کي ونيول سو، ويل کېده چي له افغان حکومت سره يې د پاکستان له اجازې پرته د خبرو چينل خلاص کړى وو.