د ملګرو ملتونو يو موټروان نن د کابل ښار په وزيراکبرخان سيمه کي په مرميو وژل سوئ دئ.
د کابل يوه امنيتي چارواکي د آزادۍ راډيو سره په خبرو کي د دې پېښي پخلى کړى او وايي چي دا کومه تروريستي حمله نه وه، خو په هکله يې نور جزيات نه دي ورکړي.
بلي خوا ته يوه عيني شاهد آزادۍ راډيو ته ويلي چي د ملګرو ملتونو دغه کارکوونکي خپل موټر د بهرنيو عسکرو په کاروان پسې کړى وو، چي د هغوى له خوا ټکان پر وسول.
ملګروملتونو هم د خپل يوه کارکوونکي مړېنه منلې ده، خو د پېښي د علت په هکله يې څه نه دي ويلي.