کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: په سوات کي لويه مېله جوړېږي

پښتونخوا: په سوات کي لويه مېله جوړېږي

د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت وايي په سوات کي تر درې کلني جګړې وروسته يې په دغه ولسوالي کي د يوې لويي مېلې ترتيبات نيولي دي.
چارواکي وايي له دغي مېلې څخه يې موخه د سوات ښايستې سيمي ته د سيلانيانو بيا ورماتول دي.
دغه مېله چي د جولاى له ١٢ – مي تر ١٨ – مي نېټې پوري د يوې اونۍ دپاره په پام کي نيول سوې، د چارواکو په وينا د موسيقۍ، کښتۍ چلوني، آتش بازۍ، کاغذبادونو، مشاعرې، د صوفيانو نڅا او ځيني نوري لوبي او ساعتري په پام کي پکښي نيول سوي دي.
حکومت وايي د سوات د سيمي ټولو هوټلونو د دې مېلې په وياړ د پنځوس فيصده تخفيف اعلان هم کړى دئ.
د سوات ولسوالي چي د طبيعي ښکلا له امله يې د آسيا په سويس شهرت لري، پخوا به هر کال د نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه په زرګونو بهرنيان د سيل دپاره ورته تلل، خو د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ جګړو نه يوازي د بهرنيو سيلانيانو ورتګ پر ودراوه، بلکي د دې سيمي په لکونو اوسېدونکي يې هم د بېځايه توب ژوند ته اړ کړل.
د پښتونخوا ايالتي حکومت وايي اوس د سوات سيمه له وسله والو پاکه سوې ده او دوى په پام کي لري، چي دغسي مېلې جوړي کړي او سيلانيان يو ځل بيا د سوات ليدلو ته ور مات کړي.