د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه کمېټه چي له تور ليست څخه د طالب مشرانو پر ليري کولو باندي بحث کوي، پر افغان حکومت ږغ کړئ، چي ژر تر ژره د هغو طالب مشرانو په باب معلومات ورکړي، چي نومونه يې له تور ليست څخه بايد ليري سي.
په امنيت شورا کي د بلجيم هيواد استازي ويلي چي که افغان حکومت غواړي د طالب مشرانو نومونه له تور ليست څخه ليري سي، بايد په راتلونکو څو اونيو کي دوى ته ضروري معلومات ورکړي، چي کوم طالبان بايد له تور ليست څخه و ايستل سي او آيا هغوى له القاعدې سره اړيکي شلولي دي؟ د افغانستان اساسي قانون يې منلى دئ؟ او له وسله والي مبارزې يې لاس اخيستئ دئ؟
ملګري ملتونه وايي که طالب مشران دغه پورتني شرايط پر ځاى کړي، نومونه به يې له تور ليست څخه و ايستل سي.