د امريکا حکومت وايي په دغه هيواد کي يې لس تنه روسي افسران د جاسوسۍ په تور نيولي دي.
د امريکا د عدليې وزارت وايي دغو لسو افسرانو په غير قانوني توګه د روسيې د حکومت دپاره جاسوسي کوله، چي له پوليسو له خوا ونيول سول.
د عدليې وزارت وايي که پر دغو کسانو جرمونه ثابت سول هر يو به يې لږ تر لږه په پنځو کالو بند محکوم سي.