کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو کتنه

ورځپاڼو کتنه

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې د افغان كابينې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو په بهير بحث كړې او د داود علي نجفي او سرور دانش د ردولو په اړه د ولسي جرګې پريكړې ته په اشارې ليكلي، چې دوى په ولسي جرګه كې د هزاره وكيلانو د اختلاف قرباني شوي دي.
ورځپاڼې دې مسئلې ته پخپله سرمقاله كې هم دوام وركړې او په هغو كسانو يى سخت انتقاد كړې، چې دې مسئلې ته يى قومي رنګ وركړې، ځكه د ورځپاڼې په وينا كه چيرې قومي مسايل مطرح واى نو نه به ازبك او نه هم تاجك نوماندو به د باور رايه ترلاسه كړې واى.
ورځپاڼې په جګو دولتي پوسټونو كار كول د هزاره قوم حق بللې، خو ليكلي، چې له دې مخكې دوى بايد ځانونه له خپلو سوداګرو مشرانو خلاص او د هغوى د فاشيستي كړنو ترشا و نه دريږي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د طالبانو په جوړښت بحث كړې او له دوى سره يى د خبرو امكانات څيړلي دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په هغو رپورټونو بحث كړې، چې پكې د دولت د يوې مخالفې ډلې له مشر سره د ولسمشر كرزي د پټې ليدنې ذكر شوې.
ورځپاڼې كه څه هم د افغان ولسمشر په وينا دا ډول رپورټونه په كلكه رد كړي، خو هڅه يى كړې، چې د هغې ترشا اهداف وڅيړي.
ورځپاڼه تر ډيره پدې باور ده، چې د دا ډول اوازو خپرول او بيا په رسنيو كې هغو ته هوا وركول د هغو مغرضو كړيو كار دې، چې په افغانستان كې د سولې او پخلاينې د روان بهير د زيانمنولو او د افغان او نړيوالو ذهنيتونو د خرابولو هڅه كوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان او سيمه كې د سولې د ټينګښت او ټكاو د راوستلو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې، خو ليكلي، چې دا هڅې يوازې او يوازې د چم ګاونډ د هيوادونو په هر اړخيزې همكارۍ سره بريالې كيداى شي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو په بهير تبصره كړې او پدې ترڅ كې د چارو د سمون لپاره نويو وزيرانو ته ځينې سپارښتنې كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د ملي شورا د انتخاباتو په مهال د ډاډمن امنيت ټينګول او د كابل نړيواله غونډه هغه مهم مسايل دي، چې خلك يى په سمه توګه ترسره كول غواړي.
ورځپاڼې په همدې حال كې دا انديښنه هم ښودلې، كه د كابينې ځينې پوسټونه خالي وي، نو ممكن د كابل په نړيواله غونډه كې، چې له نړيوالې ټولنې څخه د مرستو د ترلاسه كولو لپاره يو ښه چانس دې زياتې مرستې ترلاسه نشي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د اداري اصلاحاتو بهير انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې دا بهير هم د قومي، شخصي او كورنيو اړيكو ښكار شوې دې.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې روانې مبارزې ته ځانګړې كړې، خو په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې په فساد كې ښكيل چارواكي خوندي دي.
ورځپاڼې ليكلي، چې هره ورځ افغان څاروالانو، قاضيانو او څيړونكو ته د جګپوړو افغان چارواكو لخوا ټيلفون كيږي، چې له دوسيو څخه د جنايتكارانو نومونه وباسي.
ورځپاڼې دې مسئلې ته پخپله سرمقاله كې هم دوام وركړې او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې د فساد په وړاندې د افغان دولت مبارزه نه هيلې كوونكې ده.
ورځپاڼې پدې اړه د امريكايي پلاوي څرګندونو ته په اشارې اټكل كړې، چې ممكن د كابل په نړيواله غونډه كې د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره نړيوال فشارونه لا زيات شي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د دوو هزاره نومانده وزيرانو د رديدو په عواملو بحث كړې او پدې ترڅ كې د ملي جبهي د يو سرچينې په حواله ليكلي، چې دغو نومانده وزيرانو ته د محقق او ملي جبهې پلوي وكيلانو راى نده وركړې.
د ورځپاڼې په وينا د محقق پلوي وكيلانو ددې لپاره دغو نومانده وزيرانو ته د باور راى نده وركړې، چې دوى دا وزيران د خپل اړخ نه ګڼل.
ورځپاڼې ددوى د رد يو بل لامل ته هم ګوته نيولې او ليكلي، چې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه د خزب وحدت د مشرانو قوم پالونكې دريځ هم ددغو وزيرانو په رد كې رول لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو پرونې بهير له معاملې ډك بللې او ليكلي، چې د ورځپاڼې په وينا د افغانستان له راتلونكي سره يوه ستره جفا ده.