کور / راپور / د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دولسمې اوونيزې غونډې رپوټ

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دولسمې اوونيزې غونډې رپوټ

نېټه:۵/ ۴/ ۱۳۸۹

«د الهي عشق تناقض دلته دی، چې هغه ستاسو معنوي بری او ورسره هممهاله له نورو تاسو بېلوي!ځکه چې لږ شمېر وګړي، دغې سوځونکي عشق ته رسېدلي!»

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دولسمه اونيزه غونډه دعزیزې افغانې په مشرۍ غرمه مهال پر یوه نیمه بجه دپوهنې وزارت په تالار کې پیل سوه.
دغونډې میلمانه آغلې صدیقه بصیري ،تکړه لیکواله او شاعره فاضله عشرتي نوښتګر شاعر او ژورنالست سید جیلاني جلان وو، او منشي یې هوسۍ وفا وه.
د غونډې په پیل کې د برېښنا ساپۍ پر دغه شعر کره کتنه وشوه:
«زه یمه افغانه د افغان په نوم نازېږمه
ځان به کړم ملاله د ملال په څېر څرګندېږم به
څو چې د وطن په لاره ځان شهیده نه کړمه
بل وطن به څه کړم، چې ویجاړ وطن ګورمه…»

د اغلې عزېزې او یو شمېر نورو ګډونوالو په اند، د نظم په لومړي بیت کې د «ملال» کلمه د معنی له پلوه سمه نه ده؛ نو د ټولو په هڅه د شعر دویم فرد په:
«ځان به کړم ملاله له ټپو سره یادېږم به» واړول شو.
د سولې نیازۍ او ویدا حافظ په اند په دویم بیت کې قافیه په نظر کې نه ده نیول شوې؛ نو بیا هم په دې ډول بدلون په کې راغی:
«څو چې مې وطن د بل وطنه سره سیال نه کړم
څو چې مې ویجاړ دی دا وطن زه پرې سوځېږمه به»
دشعر پر نورو بیتونو هم بحثونه وشول اود وخت د کمښت له لامله د شعر پاتې برخه د اصلاح لپاره جلان ته وسپارل شوه.
ورپسې د غونډې مېلمه ښاغلي سید جیلاني جلان د یوه لکچر په ترڅ کې په شعر کې د مهمو توکو په اړه خبرې وکړې، څرګنده یې کړه، چې دغه توکي: جوړښت، موسیقیت، نوښت، تخیل، تفکر، فکر، احساس، عاطفه، کشش، آهنګ، شعریت او موضوع په شعر کې اړین دي.
د جلان په وینا د شعر جوړښت دوه ډوله دی: بهرنی جوړښت او داخلي جوړښت.
په بهرني جوړښت کې قافیه، ردیف، وزن او په داخلي جوړښت کې د فکر، خیال، آهنګ، پیغام، راښکون، موضوع…په نظر کې نیول اړین دي.
همدا شان د شعر موسیقیت یې هم په دوه ډوله ووېشه: بهرنی موسیقیت او داخلي موسیقیت.
بهرنی موسیقیت هماغه وزن، قافیه او ردیف دي؛ خو داخلي موسیقیت بیا په دوه ډوله دی: یو: د لفظونو تړل. دوه: د موضوعګانو تړل.
جلان وویل، چې داخلي موسیقیت د ځنو شاعرانو په شعر کې شته، لکه د پیرمحمد کاروان په شعر کې…
همدا ډول نوښت هم په شعر کې ډیر لوی رول لري، چې دا هم په دوه ډوله دی:
یو هغه نوښت چې یو وګړی یوه داسې خبره یا یو داسې کار وکړي، چې لا تراوسه چا نه وي کړی. او بل هغه نوښت دی چې پخوا هغه خبره یا کار د بل وګړي له خوا شوی وي؛ خو بل وګړی په کې بدلون راولي.
بل مهم توکی تخیل دی. دا هغه تصویرونه دي، چې زموږ په ذهن کې شتون لري. او دا هم بیا دوه ډوله دي:
ادارکي او انتزاعي.
ادارکي تخیل، هغه مهال چې یو څه وینو او بیایې بېرته را یادوو، پنځېږي.
انتزاعي تخیل، هغه مهال چې یو څه وینو، بیایې را یادوو؛ خو نور څه هم په کې ور زیاتوو، چې دا بیا په خپله هم په دوو برخو وېشل کېږي:
ارادي او غیر ارادي. د جلان په خبره غیر ارادي تخیل هر شاعر لري، چې موږ ور ته الهام وایو.
عاطفه او احساس چې دواړه سره بېل دي. عاطفه د مینې یوه برخه، خو احساس د ټولو معلوماتو سرچینه ده. دواړه په شعر کې مهم دي. راښکون (جذابیت) او اهنګ یعنی یو ښه شرنګ هم د شعر له مهمو توکو څخه شمېرل کېږي.
د غونډې په درېمه برخه کې پر کاري چارو خبرې وشوې. تر ټولو دمخه ساهرې شریف د رڼا مشاعرې د نېټې په اړه له ښځینه بهیروالو وغوښتل، چې بیا پرېکړه د زمري په لومړۍ وشوه.
همدا راز په بنرونو او ستاېنلیکونو هم خبرې وشوې. په پېل کې خو داسې پتېل شوې وه، چې ستاېنلیکونه به یوازې هغو ښځینه بهیروالو ته ورکول کېږي، چې سږ کال په مسلسله توګه بهیر ته راغلي دي، خو نویو بهیروالو ته به په راتلونکي کال کې ستاېنلکونه ورکول کېږي؛ خو وروسته پرېکړه په دې وشوه، چې ستاېنلیکونه دې د بهیر ټولو غړو ته چې دبهیر په پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستې ده ورکړل شي.
د غونډې په وروستیو شیبو کې مشاعره وشوه، چې راغلو بهیروالو هرې یوې:
زمزمې عرب نیازۍ، برښنا ساپۍ،ګلالۍ امرخېل، ویدا حافظ، ګلمینې، لیمې نیازۍ، نعیمې غني،پاریسې خزان،مرضیې امین،صحابه مالک خروټې،فاضلې عشرتي،سیمسن(صدف) شکریه خروټې،کرشمه ساپۍ، او همدا راز راغلو میلمنو سید جیلاني جلان او جاوید اوربل خپل شعرونه واورول.دولایتونو له خویندو سره دټیلفون دکرښې دخرابوالي له امله اړیکې ټینګې نه شوې او په دې مشاعره کې یې شعرونه ونه لوستل.
پاتې دې نه وي، چې د ښاغلي اسدالله اسد حافظ نوې شعري ټولګه (مړاوې هیلې)،دعبدالله ولیزي(دماشومانو لپاره اسلامي لارښوونې )کتاب او د(لیسه مجله) دوه دوه ګڼې هم په بهیروالو ووېشل شوه.
د یادولو وړ بولم، چې په راروانه غونډه کې به زمزمه عرب نیازۍ د مورد ورځې دتاریخچې په اړه لکچر وړاندي کوي. ورسره به د سولې نیازۍ په کیسه چې دا ځل ددې دناوخته راتګ له امله له کره کتنې پاتې سوه او د مرضیه امین په شعر کره کتنه کېږي.وږمه فضلي به دمرضیې امین پر شعر لیکلې کره کتنه اوروي.
په دغه غونډه کې دغو اغلو ګډون کړی وصدیقه بصیري،دلاویز،ساهرې شریف، زمزمې عرب نیازۍ، ګلالۍ امرخېل، ویدا حافظ،وریښمینه سعادت،آریا حافظ، ګلمینې یوسفزۍ،جمیلې ساپۍ،عیزۍ افغاني، هوسۍ وفا،لیمې نیازۍ، نعیمې غني، برښنا ساپۍ،پاریسې خزان،مرضیې امین،صحابه مالک خروټې،فاضلې عشرتي،سیمین صدف،تورپیکۍ مومند، شکریه خروټې،کرشمه ساپۍ.
غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجو کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي.