کور / شعر / يو په بل پسې ښه نه يو يو د بل لپاره ښه يو

يو په بل پسې ښه نه يو يو د بل لپاره ښه يو

غر،چينه،رمه او ښځه
څومره ډېر دي نعمتونه
د کوچي لالا کېږدۍ کې
هم ټپې شته هم ټپونه

هسې بل خواته روان وم
له موټره ورته ځير شوم
ټول ياران مې زړه ته راغلل
چې له سره ورته ځير شوم

څوک په ښۍ و څوک په چپه
څوک پاچا و څوک رذيل و
څوک مې پېژاند چې فرعون دی
څوک په ځمکه جبرائل و

ټول بلا له کومي تېر کړل
يو نيم پاتې دی چې نر دی
هغه بل مرض نيولی
چې طبي نوم يې ډالر دی

لږه مخکې تالاشي وه
پوليس فکر راخراب کړ
وې يې برېک شه ماما صبر
هغه بل څوک يې بې اب کړ

يو په نه کيسه رانيسي
بل ته دوی ورښئي لاره
خلک وچ ستونئ تېريږي
د پاټک تر څنګ له ډاره

ناڅاپي مې ځان ته پام شو
چې دا زه لګيا په څه يم
خلک ګرځي په څېرو کې
زه هغسې يم هغه يم

زه او دا زما همځولی
په خدای زړونه مو شريک وو
ان تر دې چې په مکتب کې
کتابونه مو شريک وو

زه دده پر مخ پتنګ وم
دی به ماته وړی خو ب و
نيم ګلاب و نيم نرګس و
خو په چپه پښه معيوب و

نور ځواني يې د نښتر وه
لږ په ځان باندې مين و
ځان يې هغه ځان چې ځان دی
په قران باندې مين و

هغه وخت نه دسندرو
نه د ساز او ترنم و
نه اتڼ و نه درنجکې
نه د بنګو د چيلم و

پرونۍ پېښه راياد شوه
څومره ستر تاوان مې وکړ
دوه عسکر يو ځانوژونکی
درې نفر تاوان مې وکړ

ما پرون په خدای ليدلی
د اردو رېنجر موټر و
يو زلمی يې خوا کې پروت و
نه يې پښې وې نه يې سر و

ته پوهېږې چې دا څوک دي
خپل پخپله سره وژنو
چې دا سپي مو منځ کې نه وي
موږ بيا کله سره وژنو

هغه يار زما همځولی
بس همدې ټکي ته ژمن و
چې يوه ورځ به امن راشي
ټول به وروڼه او زامن و

خو دده دا ارمانونه
دده نه د ټول ولس و
موږ به لپې کړې دعا ته
که هر څو وږي په نس و

خو

ددې خلکو دعاګانې
لګېدلي په چا نه دي
سره په وينو باندې لژند
واکمنان ټول راپه زړه دي

يار مې دومره مقدس و
چې له هر چا يې پرده کړه
په قيام کې ګړندی و
خو سجده به يې اوږده کړه

يو قلم او کتابچه يې
هم باروت و هم ټوپک و
ما خو پېژانده چې زړه يې
د اسلام له نوره ډک و

ته پوهېږې چې اوس هغه
چېرته تللی چېرته اوسي
زه د يو چا په لټون يم
چې پېغام مې تر ده يوسي

اوس له هر څه نه محروم دی
اوس تړلی په ځنځير دی
د زمريانو په کپس کې
بندي شوی يو فقير دی

دغه تورې شپې په تلو دي
يو سهار به سپين سهار شي
خپل زندان يې دوی ته ورکړ
د (کيوبا) ولس دې خوار شي

موږ په هر خوا کې وژني
زموږ هر چيرې کور وران دی
دا چې ژڼي پکې لويږي
(شمالي وزيرستان) دی

دا محشر به وي همدلته
تر څو زه او ته يو نه يو
يو په بل پسې ښه نه يو
د يو بل لپاره ښه يو