د هرات امنيه قومندان وايي په دې ولايت کي يې د طالبانو يو لوړ پوړى قومندان نيولى دئ.
جنرال محمدسالم احساس نن د دوشنبې په ورځ په هرات کي خبريالانو ته وويل چي ملاګلبدين د هرات په شينډنډ ولسوالي کي د طالبانو غټ قومندان وو، چي د هرات د ميرداود په سيمه کي ونيول سو.
د احساس په وينا ملاګلبدين د هغو طالب مشرانو څخه دئ، چي نوم يې د ملګرو ملتونو په تور ليست کي هم شامل دئ.