کور / طنز / ناوي! زه خپله پوهیږم!

ناوي! زه خپله پوهیږم!

دارګ دوتر خپلې پرې ته اعلان وکړ چې د مخبری ریاست ته یو تن نابغه کارمن ورپه ګوته کړې.
له سلو ډیر ورپه ګوته شوه.
دارګ دوتر مشر یو نوماند ته د هغه دازمایلو لپاره یوه تو پنچه ورکړه او هغه ته يې ویل:
-ورشه په هغه کوټه کې ستا ورور ناست دی هغه ووله!
هغه کوټې ته ننوت،هلته يي رښتیا ورور ناست وو ،هغه بیرته راووت او ویل يي صیب زه دا کار نه شم کولای!
له دویم تر نهه نوویم نوماندو پورې هم د خپل د ورورله وژلوډډه وکړ
مګر سلم کابل بچه توپنچه لکه کاوبایان په لاس کې ونیوله دکوټې ور يي په لغته ووهه او دننه شو ،مخامخ یې ورور پر یوې څوکي لاس تړلی ناست وو
هغه تو پنچه د خپل ورورټېک ته ونیوله اوماشه یې کش کړه خو تو پنچه تشه وه
هغه یو کړې وروسته په وینو لړلی ستړې ستومانه راووت
ارګ ددوترمشر په اریاني ترې وپوښتل : څه دي وکړه ؟
د هغه چې سا لنډه لنډه کېده وویل:
صایب هغه مې مړ کړ!
د ارګ ددوترمشر د پرې چکچکیانو چکچکې پرې وکړې او نارې يې وهلې: واه واه دا دی نابغه!،څرنګه يي څوکۍ ته پام شو!
دارګ ددوترمشر په اریاني وپوښتل :څرنګه دی مړ کړ، دا یوه ازماینه وه، توپنچې خو مرمۍ نه لرلې ؟
په زړه کې غروړۍ لرونکي کابل بچه وریځې کش کړې او ویل یې : زه پوهیدم دا یوه ازماینه وه نو ځکه مې په څوکۍ دومره په سر ووهه چې مړ شو.
ټولو نارې کړل : واه واه دا دی نابغه!
دې کابل بچه د چکچکیانو د چکچکو په زور اووه کاله خپل ورونه ووژل
که څه رسنیو نارې کړې : پام د ارګ ددوترمشره! دا کوږ پالانه دی!
د ارګ ددوترمشر ویل: ناوي، زه خپله پوهیږم!
نن نه پوهیږم لمر د کومي خوا راوخوت او څنګه ژر پامه د ارګ ددوترمشر سد سر ته ورغی چې غاتر ه په وروري نه پوهیږي
اوس نو اوبه تر ورخه تیری شوې دی
اوس باید د ارګ ددوترمشر د سولې لپاره د اوو کلو د لمونځونو اودسونه له سره تازه کړی.
داهم زور غواړې؟!!!!

کنايي:
کوږ پالانه ( بې ایمانه )، اوبه تر ورخه تیریدل (وخت له لاسته تلل)؛په زړه کې غروړی درلودل( کینه لرل)؛ناوي زه خپله پوهیږم !( مشر وکشر ته وايي ما ته نصیحت مه کوه)