کور / تازه خبرونه / کندهار: بهرنيانو اته تنه ملکي کسان وژلي دي

کندهار: بهرنيانو اته تنه ملکي کسان وژلي دي

د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي تېره شپه د امريکايي ځواکونو پر دوو کورونو په حمله کي اته تنه ملکي کسان وژل سوي دي.
د آزادۍ راډيو وايي دغه حمله د کندهار په لوېديځ د کوکران په کلي کي سوي چي اته ملکي کسان پکښي وژل سوي دي.
د کندهار امنيه قومندان سردارمحمدځاځى دغه پېښه تائېدوي او بي، بي، سي ته يې ويلي چي عمليات بهرنيو ځواکونو پر خپل سر کړي دي.
د سيمي اوسېدونکي وايي نيمه شپه وه چي خارجي عسکر يې پر بامونو ور پورته سول او په دوو کورونوکي يې اته کسان چي شپږ يې ځوانان او دوه سپينږيري دي ووژل.
د دې کلي اوسېدونکي وايي دغه دواړه کورنۍ په وروستيو وختونو کي د هلمند له سنګين ولسوالي څخه د جګړو له امله کندهار ته راغلي وو.
د کلي خلګو بي، بي، سي ته ويلي چي په وژل سويو کسانو کي دوه موټر چلوونکي او دوه نور ژرنده ګړي وو.