د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کي د ولسمشر کرزي له خوا اوو کانديدو وزيرانو ته رايه ورکړل سوه، چي له دې جملې څخه د کورنيو چارو وزير بسم الله خان، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انورالحق احدي، د سرحدونو وزير اسدالله خالد، د فوايدعامې وزير عبدالقدوس حميدي، د کډوالو وزير جماهير انوري د وکيلانو د تايېد رايي ترلاسه کړې، خو د لوړو زدکړو وزير سرور دانش او د ترانسپورت وزير داودعلي نجفي ونه توانېدل چي د باور رايي ترلاسه کړي.
سرور دانش چي يو ځل دمخه هم رد سوى وو په دوهم وار هم ونه توانېدى چي د باور رايي ترلاسه کړي.
بلي خوا ته د ولسي جرګې ځينو هزاره غړيو پر وکيلانو تور لګولى چي له ناکامو وزيرانو سره يې له قومي تعصب څخه کار اخيستى دئ.
راپورونه وايي په ولسي جرګه کي د هزاره قوم اړوند يوې وکيلي د جرګې پر ځينو معامله ګرو وکيلانو لعنت ووايه او يو بل وکيل يې د اوبو په بوتل ويشتلى هم دئ، چي وروسته نوموړې استازې د جرګې له تالار څخه پوليسو و ايسته.