د پاکستان د سيند ايالت په حيدرآباد ښار کي د موټر بم د چاودني له امله ١٨ تنه مړه او د ٥٠ په شاوخوا کي کسان ټپيان سول.
د حيدراباد د پوليسو مشر محمدعلي بلوڅ وايي لوموړنۍ نښي ښيي چي دا کوم تروريستي بريد نه وو، موټر په کېمياوي توکو بار وو، چي د ګاز او فشار له وجي چاودنه رامنځته سوې ده.
عيني شاهدان وايي چاودنه ډېره زروره وه چي تر شاوخوا ډېرو ليرو سيمو يې ږغ واورېدل سو.
بلي خوا ته د حيدراباد په ټولو روغتونونو کي بېړنى حالت اعلان سوئ او روغتيايي مقامات وايي په ټپيانو کي د نهو تنو حالت نازک دئ.