کور / تازه خبرونه / کونړ: د ملي پيوستون ٥٠ پروژې بشپړې شوې

کونړ: د ملي پيوستون ٥٠ پروژې بشپړې شوې

کونړ:٥٠ وړو پروژو کار بشپړ او ديوې غونډي په ترڅ کي ولس ته په واک کې ورکړل شو .
دمرکزاسداباد د سالار باغ او تيشې په سيمه کې د ملې پيوستون د ٥٠ پروژو کار بشپړ او ديوې غونډي په ترڅ کي ولس ته په واک کې ورکړل شوي .
دملې پيوستون پدغو پروژو کې سرکونه ، د پاکو اوبو څاګاني ، کانالونه ، د کوڅو پخول ، د بريښنا واړه واړه بندونه اويو شمير نورې وړي پروژي چې د ٥٠ ميليونه افغانيوپه لګښت بشپړه شوي .
دکونړوالى الحاج سيد فضل الله و حيدي ، دولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل ، امنې قومندان ، دکليو پراخيتا رئيس انجينر بيدار ، په ختيځ کې د ملي پيوستون مشر محمد اسرار او يو شمير نورو مشرانو په غونډه کې ګډون کړي ؤ .
په پيل کې په کنړکې د ملې پيوستون مشر انجينر ميرزمان په پرانستونکو خبروکې وويل دملي پيوستون پدي پروژو کې له موږ سره ٣٠ فيصده وسلې خلکو ونډه اخيستي هغه په دغه برخه کې د ولس اود مشرانو څخه مننه وکړه دکونړوالى دقومي مشرانو نه غوښتنه وکړه چې د سرته رسيدلو پروژو په کلکه ساتنه وکړي او هڅه وکړي چې لدي وروسته داسي پروژي وټاکې چې ګټه يې عامو وګړو ته ډيره وي يو شمير نورو مشرانو هم پدي اړه د غونډي ګډونوالو ته خبري وکړي .