په بلخ ولايت کي د يوې شخصي کوريايي امنتي کمپنۍ څلور کسان تښتول سوي دي . د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېر جان نوموړې پېښه تائيده وي او وايي چي نوموړي کسان د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري تښتول سوي دي او دوى يې تر اوسه په اړه معلومات نه لري . نوموړئ وايي چي په اړه يې جدي هڅي پيل کړي دي .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي.