په بدخشان ولايت کې دپوليسو اوځايي خلکو ترمنځ په نښته کې عام وګړو اوپوليسو ته مرګ زوبله اوښتې ده .
تيره ورځ دياد ولايت دراهم ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددپوليسو او عام خلکوترمنځ دکوکنارو دکښت د اړولو پرمهال شخړه رامنځ ته شوه وه چې له کبله يي يوتن ځايي کس ووزل شو اويوتن ټپې شو .
دبدخشان ولايت والې بازمحمد احمدې درسنيو سره په خبروکې دپيښې پخلې وکړ اوزياته يي کړه چې دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې دراهم ولسوالۍ ته پوليس دکوکنارو دکښت اړولو په موخه تللې وو چې دځايي اوسيدونکو اوپوليسوترمنځ نښته رامنځ ته شوه هغه وويل چې ځايي خلکو دپوليسوڅخه وسله اخيستې وه چې وروسته يي دپوليس په مقابل کې وکاروله چې له کبله يي 4 تنه پوليس ټپيان شول ، خو هغه ديوتن ځايي کس دوزنې اويوکس دټپې کيدوخبرهم تاييدکړ .
همدارنګه تيره ورځ په همدغه ولسوالې کې وسلوالو طالبانو ديوپوليس دمړېنې او4تنو دټپې کيدوداعاء کړې وه چې په اړه يي دياد ولايت چارواکوتراوسه څه ندي ويلې .