کور / تازه خبرونه / طالبان: په بغلان او بدخشان کي د بريدونو ادعا کوي

طالبان: په بغلان او بدخشان کي د بريدونو ادعا کوي

وسلوال طالبان دالفتح عملياتو په لړ کې ، بغلان اوبدخشان ولايتونوکې پوليسوته دمرګ ژوبلې اړولو ادعاء کوي.
دوسلوالو طالبانووياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته په را استول شوي پيغام کې کښلې چې تيره ورځ يوولس بجې دبغلان مرکزپلخمرۍ ښار ته نږدي دحاجې درويش په سيمه کې دکورنيو عسکروسره جګړه رامنځ ته شوي چې په پايله کې دهغه پروينا په ياده نښته کې 13 عسکروژل شويدي .
همدارنګه طالب وياند وړاندي زياتوي چې دالفتح عملياتو په ترڅ کې تيره ورځ دبدخشان ولايت په دراهم ولسوالۍ کې پوليسوسره ورته نښته رامنځ ته شوي چې په پايله کې يوپوليس وژل شوي او څلورنور ټپيان شويدي .
تردي وخته دبغلان اوبدخشان ولايتونو مسوولينو په دي اړه څه خپل غبرګون ندي څرګند کړئ.