کور / تازه خبرونه / کندهار : چاودېدونکي توکي ونيول سول

کندهار : چاودېدونکي توکي ونيول سول

په کندهار کي يوه اندازه چاودېدونکي توکي ونيول سول . د کندهار امنيتي مسئولين وايي چي نن غرمه يې د قومندو په علاقه کي په يوه کور کي چاودېدنکي توکي نيولي ، د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت مرستيال محمد شاه فاروقي په پلټل سوي کور کي خبريالانو ته وويل چي په ياد کور کي يې ٥٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ ، لس کېلو چاودېدونکي توکي او څو عدده لاسي بمونه نيولي دي .
د يادوني وړ ده چي څو ورځي مخ کي هم په ياد کور کي د پوليسو له لوري تر پلټنو وروسته چاودېدونکي توکي او يو کس يې په اړه نيول سوي ؤ.