د رزوګان پر سرپرست والي حاجي خداى رحيم خان باندي تېره ورځ مازديګر شاوخوا شپږ بجې په داسي حال کي چي نوموړئ د دفتر څخه د خپل کور پر لور روان ؤ ورباندي پر موټر سايکل د سپور کس له لوري څانوژونکئ بريد سوى چي دوه ماشومان پکښي وژل سوي او د يوه پوليس په ګډون څلور ملکي کسان ټپيان سو دي .
خو عيني شاهدان وايي چي تر پيښي وروسته پوليسو ډزي وکړې چي ملکي کسان پکښي ژوبل او مړه سول .
د يادوني وړ ده چي د طالبانو وياند د يادي پيښي مسئوليت منلئ او زياتوي چي په ياده پېښه کي د والي زوى او څلور پوليسو ووژل سوي دي.