د بهرنیو ځواکونو په اړه د عامو افغانانو احساسات او انګېرنې
افغانان! هو دا یو حقیقت دی چې ډېر وژل شوی ډېر لوټل شوي او ډېر له خپلو کورنو را ایستل شوي او پخپله دروازه کې د ماشومانو او سترمنو پېغلو په وړاندې په شهادت رسېدلي دي هر ظلم چې د نړۍ د هغو انسانانو په خیالاتو کې راګرځېدلی چې غواړی په ټوله نړۍ یواځې د دوی د بری تاج وځلیږي هغه یې په دغو عظیمو او شریفو افغانانو باندې ازمایلی دی.
چا یې په نړۍ کې د سیاسی شتوالی په رېښو کې زهر ورشیندلی تر څو تر ډېره ځنډه ونه شی کولای چې په نړیوال سياسي ډګر کې د خپلو سیالانو مړوند ونیسي او چا یې بیا اقتصادی څېره له سزا سره داسې مخ کړي چې اروپایی او نورې بهرنۍ شتمنۍ په اسانۍ سره وکولای شی چې د افغانستان په هر بازار کې تاو راوتاوشی او له خپل ځان سره له دې وطن او ددې وطن له شریفو خلکو څخه هغه سرمایه هم د مقناطیس په څېر خپلو بازارونو او جېبونو ته ولېږدوي چې افغانانو له نورو هېوادونو څخه د خپلو خولو په بدل کې راوړي دی ، داسې یو بازار تماشې ته وړاندې شوی چې یو افغان شتمن که هر څومره خپله شتمنی په بازار کې واړوی راواړوی وروستۍ ټېکس یې کوم اروپایی بانک یا هم کومې اروپایی او یا هم نږدې خارجی کمپنۍ ته ورکول کیږی چا یې په سرحدنوباندې خېمې درولي او څوک هڅه کوي چې خپل ناولی کلتوري زنار ور په غاړه کړی .
خو دوی تر اوسه نپوهیږي له دوی نه مې مطلب هر هغه څوک دی چې ددې خاورې او دغو خلکو د ښمن وي . دغه خلک پدې نه پوهیږی چې افغانان که هرڅومره شاته پاتې او یا هم غریب او بې چاره دي خو دغو خلکو له ډېر اوږد مهاله همدغسې په ناخوالو کې ژوند کړی مګر هر وخت او په هر ډول حالاتو کې دوی خپل دښمن پېژندلی او له هغو سره یې داسې تندی وهلی چې بیا یې کله هم ماغزه په قرار شوی ندی.
رابه شو هغې موخې ته چې زما د لیکنې له سرلیکه مالومیږي.
له هغې ورځې رانیولې چې افغانستان ته راغلی یم تر دا ننه پورې د خپل ځان د قانع کولو او خپلو انګېزو ته د ځواب موندلو له پاره په دغسې یوه سروې بوخت یم چې عام افغانان د خارجی ځواکونو په اړه څه نظر لري او همدا راز ددغو ځواکونو د پوځی،سياسي،اقتصادي او نورو ځانګړو ستراتیژیکو موخو په اړه څه ډول انګېزې ورسره دی او په دغه د یووشتمې پېړۍ تر ټولو سترې لوبې په ګټه او تاوان څومره پوهېدلی دي.
راز راز خبرې مې ددغو ځواکونو په اړه له هغو افغانانو سره کړی او له دوی څخه مې غبرګونونه موندلی او اورېدلي دي چې یواځې د مکې خدای او د ملا قران پېژني خو په حقیقت کې دوی ډېر ژور مسلمانان دي او ددې ولس ډېره سلنه هم همدوی تشکیلوي .
دغه خلک یوه خبره کوي خو سپینه یې کوی او د زړه له تله یې کوي او بیا که چېرې یې هماغه یکي یوه خبره هم د کوم بادار لخوا نه اورېدل کیږي بیا نو د هغې د سرته رسولو لپاره سر هم په پام کې نه نیسي.
اول کله چې له کرزی سره دغه مېلمانه راغلل او افغانستان یې ونیو نو د ډالرو بوجۍ یې خلاصې کړې او تر دوو یا دریو کالو پورې یې د افغانانو سترګې په دغه قېمتی کاغذ ور پټې کړې خو زر افغانان دې ته ځیر شول چې دغې غوړ او رنګه کاغذ په بدل کې دغه مېلمانه هغه څه له دوی څخه غواړی چې د نیکونو د وینو خاپونه یې تر اوسه لا سم پرې وچ شوی ندي .
هغه بله ورځ له خوست نه پکتیا ته را روان وم چې د ځدراڼو په دره کې د (میراجان د دکانونو) په سیمه کې خارجي ځواکونو له دواړو خواوو څخه لاره بنده کړی وه چې د ملی اردو سرتېري هم د دوی د ساتلو له پاره یو يو ګوته په ماشه ولاړ و موږ هم چې ټول درې تنه و موټر یوې خوا ته ودراوه او راکوز شوو له یوه کس څخه مې پوښتنه وکړه چې څه پېښه ده په داسې حال کې چې ډېر اعصابي ښکارېده ویې ویل مخکې په هاغه بل ګرځنی کې بیا بادارانو لاره بنده کړي ما ته په یوه ټک خپله سروې رایاده شوه له سړی څخه مې وپوښتل له کله راهیسې بنده ده؟ ده څټ وګراوه او ویې ویل سهار په اتو بجو خو زه دلته ولاړ یم خو داسې ښکاری چې له شپږو بجو راهیسې یې بنده کړیده سړی نسوار راواخیستل او زیاته یې کړه په خدای که اوس یې په دې خبرېږو چې دوی دلته ماینونه پیدا کړی دی او که څه غم ورپېښ دی ده غوښتل چې خبرو ته ادامه ورکړی چې یوه بل تن چې زموږ خبرې یې اورېدلی وې زموږ خوا ته را روان شو او ویې ویل.
نه مړه په خدای دا عیاش خلک دي هغه پاس ګرځني کې هم ولاړدي دلته یې له دې خوا دغه ګرځنی هم بند کړی دﺉ .
او بیایې زیاته کړه په دغو مسافرو کې مریضان شته ماشومان ښځې او ته دا اوګوره د الوګانو یوې ولاړې لارۍ ته یې اشاره وکړه دغه اوګوره دا وچ په وچه د دغو خلکو تاوانونه اوګوره چې بارموټر یې ټوله ورځ روغ رمټ ولاړ دی او په دې کې به داسې مسافر هم وی چې هغه به پاکستان او یا هم کوم بل لیرې هېواد ته ځی اوس څوک څه پوهیږي چې دوی دا د منځ په ګرځنی کې څه شی کوی ناچونه کوی ، شراب خوری او که (فلم) ډکوی دغه د فلم له ویلو سره لږ شرمنده غوندې شو ځکه چې اصیل پښتون و او دلته په دې ټولنه کې هرهغه فلم چې په انسانیت باندې پکې پښه اېښودل شوی وی اروپایی نړۍ ته منسوبیږي په دې وخت کې یو بل تن له پاسه راغی او پوښتنه مې ترې وکړه نه ریښتیا په دې وخت کې مخکې له دې چې له دریم کس څخه د وضیعت په اړه پوښتنه وکړم یو غټ ګړز مې واورېد او له دې سره مې له دریم کس څخه پوښتنه وکړه څه موضوع وه ویې ویل ماین و خلاص یې کړ.
دلته نو زما سره ولاړ هغه اول کس چې ښه یې خوله له نسوارو راډکه شوی وه وویل .
په خدای خپل یې خخوی او خپله یې راوکاږی.دلته نو زما د شیطانۍ حس بیا راویښ شو او ترې ومې پوښتل نو ته څه ترې خبر یې ؟ خو په دغه وخت کې مې له دې خبرو سره څېره داسې جوړه کړه چې دی هېڅ ونه پوهیږی چې زه غواړم هغه د یوه شډل بډل افغان اصیل حس یې مالوم کړم او وینه یې وپېژنم ده په مټ لاس راکېښود او ویې ویل
(اې ماما) په خدای ته تر مو ښه پیېږې.
(یانې ته لا ما ښه پوهېږې ) ما بیا هم د څېرې نقشه بدله کړه او په بل انداز مې ددې لپاره چې په ضد کې یې واچوم ورته وویل هو په خدای هر افغان چې اصیل افغان وی باید ورباندې پوه شی.
دلته نو دی مجبور شو چې د اصیل افغان دغه مقدس مقام وګټی ویې ویل
په خدای چې یو وارې ځان ته سړی وایی په دې خو باید پوه شی چې سهار په شپږو بجویې لاره بنده کړي او دادی اوس درې بجې دی ښه نو چې دوی په شپږو بجو ولید تر اوسه یې اېله خنثی کولای نشو؟
دا خو بیخی نشی کېدای ځکه چې دوی له اسمانه ستوری راغلا کولای شی نو دلته اېله یو ماین په ټوله ورځ کې نشی لا زیانه غورځولی؟
ما څه ویل غوښتل خو ده لږ په لوړ اواز وویل په خدای که بله هېڅ خبره هم وی هسې غواړی زموږ د وجود او غیرت د ګرمۍ درجه مالومه کړی په دې بهانه چې ماین دی په لاره کې موټر ودروی لاره له دواړو خواوو بنده کړی او بیا په مازیګر کې یو څه فالتو باروتو ته چاودنه ورکړی او د اردو سرتیری موټروانانو ته ووایی چې ماین و خلاص یې کړاوس حرکت وکړی.
بیا یې وویل اې اجی ګله (حاجی ګله) زه خو چې څومره فکر کوم دا کارونه دوی یواځې ددې لپاره کوی چې زموږ د وینې تودوخه مالومه کړی او د نیکونو د شملې لوړوالی مو اندازه کړی
په دې وخت کې غږ وشو چې لار خلاصه شوه موټر وانانو خپلو خپلو موټرو ته ورمنډې کړې او موږ هم حرکت راوکړ په ټوله لاره مې همدا سوچونه وهل چې اخر هم هر افغان کا لوستی وی او که نا لوستی د خارجیانو په هغو کړنو باندې پوه شوچې په افغانستان کې یواځې د یوه لوی او اصیل قوم (پښتون) په ورکاوی پسې د ځینو لګکیو لخوا لمسول کیږی او په دروغجنو رپوټونو یې ډېرې خونې ورباندې ورانې کړې
زما د دغې لیکنې موخه دا وه چې که چیرې نړیوال ځواکونه ریښتیا هم یو پرمختللی او په خپل مټ بسیا افغانستان غواړی نو دغه خلک یواځې د مینې او قناعت په ژبه له خلکو سره ګډ قدم پورته کوی خو که چیرې د خپلو پخوانیو په څېر د دوی هم موخه دلته په دغو سرکشو غرو او بوږنووکو درو کې یو ځل بیا خپل وږی بخت ازمایل وی بیا نو دوی تر افغانانو هم ښه پوهیږی چې هر اصیل افغان که هغه شپون هم وی له دوست او دښمن سره په خپله خبره او یا هم په خپل دریځ او تګلاره باندې له بل هر نړیوال څخه ښه پوهیږی.