ناټو وايي چي په افغانستان کي يې د طالبانو په لاس د جوړو سوو بمونو په چاودنو پنځه سرتير ي وژل سوي دي د دغو ځواکونو په وينا چي دغه پنځه سرتيري يې د افغانسان په ختيځ او جنوب کي د څلورو بېلابيلو چاودنو په پايله کي وژل سوي دي . په دې سره په روانه مياشت کي دوژل سوو بهرنيو سرتيرو مرګ ژوبله ٨٩ تنو ته ورسېده ، چي دا مياشت د ٢٠٠١ زېږېديز کال راپه دېخوا تر ټولو مرګونې مياشت ده .