د افغانستان د عدلې وزارت وايي د چارو د ښه تر سره کېدو په موخه يې د نهو ولايتونو د عدليې رئېسان بدل کړي او پر ځاى يې نوي رئېسان ټاکلي دي . ويل کېږي چي دغه بدلونونه د پنجشېر ، تخار ، سمنګان ، جوزجان ، اروزګان ، بدخشان ، کاپيسا ، او بلخ ولايتونو کي د ولسمشر کرزي په منظورئ ترسره سوي دي . ويل کېږي چي په هيواد کي د دغو رئېسانو بدلون د خلکو د کارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون له لوري ټاکل سوي دي .