افغان او بهرنيو ځواکونو په زابل ولايت کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د ١٨ تنو طالبانو د وژلو ادعا وکړه ، د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار وايي چي دا عمليات د شنبې په شپه د شهرصفا د ولسوالۍ د غشي رباط په سيمه کي ترسره سوي دي. د دې ولايت د امينه قوماندانۍ د کشف مدير وايي چي په وژل سوو کسانو کي د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي . د ايساف ځواکونو هم پخپله يوه خپره سوې خبر پاڼه کي ويلي چي د زابل ولايت په مېزان ، ترنک او جلدک سيمو کي بمبار کړئ او ليکي چي په يادو بمباريو کي يې ګڼ شمېر طالبان وژلي خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه طالبانو تر اوسه نه د کومو عملياتو او نه د کومي مرګ ژوبلي په اړه څه ويلي.