په نورستان ولايت کي د پوليسو او طالب وسلوالو له لوري تبادله سوې ، د نورستان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم پيمان رسنيو ته وويل چي د دوى يوه ډله د چتراز په سيمه کي په ګزمه بوخته وه چي د طالبانو له لوري ورباندي بريد وسو چي له امله يې د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځ ته سوه خو کوم لور ته پکښي مرګ ژوبله وا نه وښته ، پېمان وايي چي وسلوالو طالبانو دوه پوليس او پوليسو څلور وسلوال طالبان ژوندي ونيول چي وروسته د غرمي پر درو بجو د وسلوالو طالبانو او پوليسو تر منځ خبري وسوې او دواړه لوري د بنديانو پر تبادلې راضي سول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.