کور / تازه خبرونه / اووه وزيران ولسي جرګې ته معرفي سول

اووه وزيران ولسي جرګې ته معرفي سول

د افغانستان ولسمشر تر پنځه مياشتني ځنډ وروسته له ١٢ وزيرانو څخه اووه تنه پرون ولسي جرګې ته د اعتماد د رايي دپاره معرفي کړل.
د ولسمشر کرزي له خوا د کورنيو چارو وزارت ته پخوانى لوى درستيز بسم الله خان، د لوړو زدکړو وزارت ته پخوانى د عدليې وزير سرور دانش، د سرحدونو وزارت يو ځل بيا اسدالله خالد، د مهاجرينو وزارت ته جماهير انوري، د فوايدعامې وزارت ته عبدالقدوس حميدي، د سوداګرۍ وزارت ته يو ځل بيا انورالحق احدي، د ټرانسپورټ وزارت ته دواود علي نجفي نومول سوي دي.
له دې ليست څخه د اوبو او انرژۍ، عامي روغتيا، ښاري پراختيا، مخابراتو او د ښځو چارو پنځه وزيران او د ملي امنيت لوى رئيس پاته دي.
د افغانستان ولسي جرګې ويلي د دوشنبې په ورځ به د کرزي له خوا نومول سوي وزيران ور وغواړي او پلانونه به يې واوري او پوښتني به ځني وکړي.
په دې ليست کي د مهاجرنيو او فوايد عامې وزارت ته نا اشنا او نوي څېري نومول سوي او پاتي کسانو پر نورو وزارتونو يا لوړو چوکيو باندي کارونه کړي دي.
په دې ليست کي د سوداګرۍ وزارت ته کانديد انورالحق احدي او د سرحدونو وزارت ته کانديداسدالله خالد يو ځل همدې چوکيو ته د ولسي جرګې له خوا رد سوي دي.
همدا راز سرور دانش چي پنځه مياشتي دمخه د عدليې وزارت ته کانديد وو، ولسي جرګې ونه مانه، خو اوس د لوړو زدکړو وزارت ته وړاندي سوئ دئ.