د لوګر چارواکي وايي په دغه ولايت کي د جمعې په ورځ د طالبانو يو ځايي قومندان وژل سوئ دئ.
د ډيلي سټار په نوم يوه ورځپاڼه وايي قومندان غلام سخي د لوګر ولايت په پل علم ولسوالي کي د افغان او ايتلافي ځواکونو له خوا په داسي حال کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په نښه سو، چي له سيمي څخه يې په چادري کي د وتلو هڅه کوله.
راپور وايي ځواکونه يادي سوي سيمي ته د نوموړي د نيولو په خاطر ورغلي وو، چي قومندان غلام سخي په چادري کي د وتلو هڅه کوله، چي کله ځواکونه پر شکمن سول او ويې دراوه، نوموړي توپنچه راوکښه ډزي يې وکړې وروسته ووژل سو.
طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.