ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې يو ځلې بيا په افغانستان كې د ناټو په قومنده كې د بدلون ترشا اهدافو ته كتنه كړې او ليكلي، چې جنرال مك كريسټال له ولسمشر كرزي سره د نږدې اړيكو قرباني شوې.
ورځپاڼې ليكلي، چې د ولسمشر كرزي د يوه ملګري او يا موافق قومندان لرې كول همدغه معنې لري، چې واشنګټن په افغانستان كې د كرزي له اهدافو او پروګرامونو سره جوړ ندې.
ورځپاڼې وړاندې د افغان ولسمشر او د امريكا ترمنځ د اختلاف مسئلې ته هم اشاره كړې او ليكلي، چې د دغه اختلاف تر ټولو روښانه ټكې له مخالفينو سره د سولې او پخلاينې هڅې دي.
ورځپاڼه ليكي، پداسې حال كې، چې افغانان له مخالفينو سره د سولې او پخلاينې غوښتونكي دي، خو امريكا بيا په سيمه او افغانستان كې د خپل پوځي حضور او اهدافو د تعقيب لپاره د بحران، لانجو او جګړو دوام ته اړتيا لري.
ورځپاڼې په افغانستان كې د ناټو په قومنده كې د وروستي بدلون په اړه د يو روسي چارواكي نظر راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې دا بدلون په افغانستان كې د ترورزم په خلاف د جنګ د روان بحراني حالت څرګندوې دې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا له ولسمشر كرزي سره د امريكا د لوى درستيز د ليدنې خبر وركړې، چې په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو په قومنده كې له بدلون وروسته د سيمې په سفر راوتلې.
ورځپاڼې ليكلي، چې اميرالبحر مايك مولن ولسمشر كرزي ته دا ډاډ وكړې، چې په افغانستان كې د ناټو نوې قومندان به هم د جنرال مك كريسټال په څير د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي او له افغان لوري سره د لا زياتې همغږۍ د رامنځ ته كولو هڅه وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې د نړيوالې ورځې په لمانځ غونډه كې د ولسمشر كرزي په وينا بحث كړې او ليكلي، چې دا يو حقيقت دې، چې د نشه يي توكو كاروبار هم د ترهګرۍ په څير بهرنۍ ريښې لري.
ورځپاڼې د نشه يي توكو په خلاف مبارزه يو ګډ مسؤليت بللې او كه له يوې خوا يى پدې برخه كې له نړيوالو د مرستې غوښتنه كړې له بل لوري يى پخپله افغانان هڅولي، چې ددې ستونزې د هواري لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ كړي.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د ناټو د ځواكونو نوې قومندان په افغانستان كې د جګړې قوانين بدلوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې جنرال ډيويډ پيتريوس به لومړې خپلو پوځيانو ته له وسلوالو سره د مقابلې اسانه او ساده لار په ګوته كړي.
ورځپاڼې ويره څرګنده كړې، چې له دې سره ممكن ځينې هغه قوانين بيرته لغو اعلان شي، چې بهرني ځواكونه يى د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې له ويرې له بنديز سره مخامخ كړي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې د امريكا ولسمشر د افغانستان د جګړې له اوږديدو څخه ستړې شوې او د جنرال پيتريوس په ټاكلو سره، چې احتمالا د عامه خلكو مرګ ژوبلې ته دومره پاملرنه نه كوي، غواړي روانې هڅې يو مخه كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ځينو هغو اختلافاتو او درزونو ته اشاره كړې، چې د افغانستان په سر په امريكا كې د پردې شاته رامنځ ته شوي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې له طالبانو څخه د پاكستان د آى ايس آى په ملاتړ تبصره كړې او هغه يى د سيمې د نا امنۍ يو ستر لامل بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې د بريتانيى د يوې موسيسې څيړنيز رپورټ ته په اشارې ليكلي، چې د طالبانو ملاتړ اوس هم د آى ايس آى د پاليسۍ يوه برخه ده.
ورځپاڼې وړاندې دا غوښتنه كړې، چې د پاكستان حكومت بايد له طالبانو سره د آى ايس آى د ملاتړ او همكارۍ مخه ونيسي او بايد پدې پوه شي، چې افراطيت د افغانستان او پاكستان د پراختيا په وړاندې يو ګواښ دې.
ورځپاڼې پاكستان ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير وروستي سفر ته هم اشاره كړې او هيله يى څرګنده كړې، چې دا سفر به ددواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو او همكاريو په پراخولو كې مهم رول ولوبوي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د بې كارۍ ستونزه او د هغې ناوړه اغيزې انځور كړې او پكې غوښتل شوي، چې دې ستونزې ته بايد جدي پاملرنه وشي.