کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۵مه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۵مه )

مکمل  غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې   ناول .
زمونږ د هیواد  ګوډ تیمور څوک  دې ؟
اوس  تاسې ددې تاریخې ناول پنځه ویشتمه برخه  لولئ :

*****  ۴۲

دپولوپ د  جزیره نما په شاوخوا کې د صلیبیانو   ستر لښکر ته دماتي  ورکولو وروسته  سلطان بایزیدیلدرم  د علي پاشا او  ولیعهد محمد  سره یو ځاې د قسطنطنیي  په لور  راغې  .  دا ښار  یې محاصره کړ . تر اوسه  ددې   محاصرې  یوه ورځ  نه وه تیره  شوې  چې  یو سپاهي  ستړې  ستومانه  او مات  مات  را ورسید.  په  دې وخت کې بایزید  د خپلو  سالارانو هر یو علي پاشا او  ولیعهد محمد سره په  خپله خیمه کې  مشورې کولې ، چې  بایزید  ته د اسیا څخه د راغلي یوه  عسکر  په هکله خبر ورکړل شو .

ددې خبر سره سم  سلطان    ټکان وخوړ  او فورا  یې  هغه جاسوس  ځانته  را وغوښت ، کله چې هغه  مخبر راغې  نو سلطان ، علي پاشا  او ولیعهد  ته یې  تعظیم  وکړ  ، سلطان  ورته  ښه راغلاست ووایه   او سمدستي یې ترې وپوښتل :

که ته د اسیا  دسیمو څخه  راغلي یې نو ژر  را ته ووایه  چې  څه خبر دې راوړې  دې .

په دې وخت کې یواځې  سلطان  نه ، بلکه  علي پاشا او ولیعهد محمد  هم ډیر اندیښمن  او پریشانه و . ځکه  چې د مخبر د مخ  او څیرې  څخه  څرګندیده  چې  هغه  کوم ښه  خبر  نه د ې راوړې ،د سلطان  د پوښتنې  به ځواب کې هغه مخبر وویل :

درونده  سلطانه ! ما تاسې  ته یو ډیر  بد  خبر راوړې  دې  ، او  هغه دا چې  د اروپایانو په لمسون  تیمور لنګ د اته  لکه  په  وسله  سنبال  فوځونو  سره یو ځاې د سمر قند  څخه  حرکت  کړې دې او تر ټولو د مخه  یې  زمونږ  سرحدي  ښار   سیواس  ولکه کړې ، په سیواس کې  ستا زوې  ارطغرال  دا  اته  لکه فوځ   په  مقابل کې   یوه  اونۍ  و جنګیده  او دسیواس  د ښار  څخه  یې کلکه   دفاع وکړه  خو کله  چې په ښار کې دننه  د خوراک  ذخیرې  ختمي شوې نو بیا ارطغرال  خپله  وسله و غورځوله  ، د  وسلې د غورځولو سره سم تیمور لنګ  د ډیر زیات  وحشت  مظاهر ه وکړه . درونده  سلطانه! هغه   د سیواس  په ښار کې  زمونږ  ټول  لښکر  له منځه یوړ ،  څلورزر ه  مسلمان  سپاهیان  یې ژوندې  ښځ کړل  او پاته  څلور زره  یې  ستا د زوې  ارطغرال  سره  یو ځاې   ووژل .

تر دې ځایه  مخبر  خبرې وکړې او  بیا یې  سکته وکړه  او بیا یې  په خبرو پیل وکړ .

درونده سلطانه !  ددې ویني تویونکي  لوبې د  لوبیدو  وروسته  تیمور  لنګ دخپل  اته لکه فوځ  سره یو ځاې د سیواس  دښار نه  بهر   پړا و کړې دې  او کیداې  شي  چې هغه همستا  انتظار کوي .

د خپل زوې او لښکرو د وژل  کیدو او  دسیواس  د ښار د سقوط  په اړه  بایزید  ته  داسې  ټکا ن  ورسید  چې تر ډیره  پورې  د څه ویلو  وړ  نه و . دخپل  لاس په اشاره  یې  جاسوس  ته د تللو او ارام کولو  اشاره وکړه  ، تر ډیره  وخته  هغه  ګونګ  ،صُم او په  غم  کې  ډوب  ناست و .د علي پاشا او  ولیعهد  حالت  هم د  سلطان د حال  څخه  کم  نه و . تر ډیره  پورې  په خیمه کې  غمناکه  چپتیا خپره وه ، خو  وروسته بیا سلطان  ځان سنبال کړ او  ویي ویل:

زما  زامنو ! دا احمق او بې  عقله  تیمور  بلاخره ددښمنانو په لومو کې  را و نغښت ، هغه د خپلو دښمنانو وینا و منله او اسلامي امت  یې   په ګروۍ  کې  ورکړ . هغه د اسلامي  امت  په  عزت  کې  زهر  و رګډ کړل . هغه  چې زمونږ پر خلاف  د  جنګ  کولو له پاره  کوم  کار پیل کړې  نو هغه  په  یقین سره  د اسلامي ملت  له پاره  دجنګ  د ویرونکي  اوږدې  شپې  د وحشت  په څیر  را څرګند  شوې دې .

دې  ظالم  په خپل کړچار،  رویه او  خپل سلوک  د  خپلو  مسلمان ورونو  په  مرګ  نوې  جشن  جوړ کړې دې . دا په داسې حال کې  چې  هغه د  اسلامي امت  ددښمنانو له پاره دهغوې په دې  غمناکه  اوتیاره  وختو کې  د ژوند  مشال  وګرزیده .

زما  زامنو!  زما د تیمور لنګ  څخه  دا هیله  نه وه ، ما دا فکر هم  نه  شو کولاې  چې  دا  به د خپل ملت  سودا  وکړي ،او د نورو  د خوشحالولو  له پاره  به د خپل  ملت  غړی  پرې کړې . کاشکې  چې   هغه د دښمنانو د شادابو انځورونود پټولو  له پاره خپل  لوڅوالې  نه را څرګندولې ،او نه یی دخپلو د بیلتون  په خاطر دتورې شپې  دجدايي  د توپان   په  څیر  سر    راپورته  کولې .

سلطا ن  په  غم  کې ډوب  شو  او بیا یې د لږ ځنډه وروسته  وویل :

کاشکې دې تیمورلنګ  زمونږ سره د مقابلې  نه مخته  او ددښمن  سره د یو ځاې  کیدو  نه مخته  لږ  څه  فکر او سوچ کړې  وې.   په هغه څه  چې  زه  ډیر  خفه کیږم  هغه دادې  چې   اروپایان  زمونږ پر خلاف  په  دې  سازش باندې  بریالي شول ، که  چیرې  دې  تیمورلنګ د اته  لکه لښکرو  سره  یو ځاې  زمونږ پر  سلطنت  باندې  یرغل نه  وې کړې نو  په  خداې  سوګند   چې  د قسطنطنیی د سوبې وروسته به زه  د روم  په لور تللم او خپل  سوګند  به مې  پوره کاوه ، خواروپایې  ممالک  نه غواړی   چې  زه    خپل  سوګند  تر سره کړم . هغوې په  خپله  نشې کولاې  چې زما ددې کار  مخنیوي  وکړي ، نو په دې  خاطر  یې ددې کار  له پاره  زمونږ دخپل یوه  ورور  سره معامله وکړه  ، زه نه پوهیږم  چې دهغې تر مخه  به یې  څه ډول  جال  غوړولي وي ، څه ډول  خوبونه   به یې ورته  ښوولې وي ،چې هغه زمونږ پر خلاف  را ولاړ  شوي دې .

زما زامنو! زمونږ په  پولو باندې  زمونږ  دښمن و توانید  چې   په خپله زمونږ   خپل ورور  زمونږ پر خلاف  استعمال کړی  ، او هغوې په  خپل  دغې  سازش  کې  بریالي شوی دي . دا  تیمور لنګ  دومره  ناپوهه دې  چې ددښمن په  سازشونو  باندې  ځان  نه خبروي ، د خټوپه  دیوالونو په  خامو  رنګونو  سره د خپل  عظمت او ستروالي دداستانونو  لیکونکې  د باران   د اوریدو  دعا کوي ، په  باراني  هواو کې د شګود تعمیرونه  د جوړولو ارادې  لرې  ، چې د باران د همغه  لمړي  څاڅکي  سره  یو ځاې  له منځه  ځی.  د روسانو او اروپایانو په  لمسون   دا  زمونږ پر خلاف  صف  جوړوی   خو کاش  چې دا تیمور  لنګ  د ملت    د خوږو  شونډو خندا  باندې  د زهرو  جام    انه اړولی ، کاشکي  چې دا ناپوهه  دخپل  ملت  د جسم و روح  له پاره درد  نه  جوړیدې ، کاشکې  دا  شخص  دخپل قوم د غم  او خفګان  په  سمندر کې  د هغوې  ددرد او غم  له پاره  دوا  او  درمان  ثابت  شوې واې .

تر دې ځایه دخبرو  وروسته  سلطان  بایزید یلدرم   چپ  شو ، تر لږې شیبي  پورې د غم  او الم   په  فضا کې  یې سر ټیټ کړې و  او بیا بیا  به یې  سر  را پورته  کاوه  او دعلي پاشا  او  خپل  زوې  ولیعهد محمد په  لورې  به  یې کتل. په دې وخت کې  دسلطان په سترګو کې  یو غم  ،  یو  الم  او یو افسوس  و  ، نو یو ځل بیا یې  په خبرو پیل وکړ  او ویی  ویل:

زامنو! اوس  خو  حالاتو بلکل  خپل  حال  بدل کړې دې  اوس  خو د روم  په  لور  حرکت  کول  لرې خبره ده ، اوس  خو مونږ ته  د قسطنطنیي  محاصره  هم  پریښول  په  کار دي ، زامنو!  د سیواس  د فتح کولو نه وروسته تیمورلنګ  زما زوې  هم وژلې  دې ، لکه  چې تاسې هم  واوریدل ، هغه  څلور زره  مسلمانان   ژوندې   تر خاورو لاندې کړل ، او پاته  یې د تیغه  تیر کړي . اوس  نو هغه د سیواس  د ښار  په  چار چاپیر کې پړا و  کړې دې په  دې خاطر  ، زما زامنو !  د هغې مخې ته  په ور تللو کې مونږ  ته ځنډ کول   نه دی په کار.

زما  زامنو!  دا  فکر  مه کوئ  چې  زمونږ سره  یولک  او پنځه ویشت  زره  عسکر دي ،  چې  په دې ډله کې په  زرګونو  زخمیان  هم شته ، چې  دهغوې  تداوي او علاج کیږي ،او زمونږ په مقابله کې تیمورلنګ   سره  اته   لکه  وسله وال  موجود  دي ، تاسې ته معلومه ده چې  د اروپا  په  دي  سیمو کې مونږ د شمیر  ډیرښت ته کوم اهمیت نه دې ورکړې ،  مونږ د نائکوپولس  په ښار کې همدومره  صلیبیانو ته ماتې ورکړې ده  لکه څومره  چې د تیمورلنګ  سره دي . په داسې حال کې  چې  د پولوپ  په  جزیره نما کې تاسې  نژدې  شپږ نیم  لکه  صلیبیانو ته ماتې ورکړې وه . زامنو! پورته  شئ  او لښکر ته  د تللو  حکم وکړئ . اوس مونږ دلته د قسطنطنیي په محاصره کولو باندې باید  خپل وخت  ضایع  نه کړو.  مونږ باید په هر صورت  تر تیمور لنګ  پورې ځانونه  ورسوو .تر څو هغه  ته  دا  ډاګیزه  شي  چې  که  چیرې  سلطان  بایزید یلدرم   ټوله  اروپا    خوزولې  شي  نو بیا  خو دسمر قند  څخه  د راغلي اته لکه  فوځ د مقابلې کولو  جرأت  هم  لري .

*****  ۴۳

دماښام  تر مخه  علي پاشا  دخپل  آس  واګې  نیولې او خپلې حویلۍ ته ور ننوت .هغه  څو قدمه  مخکې ولاړ چې ګورې  د یوې  کوټي  څخه  ریونا او سریان  دواړه  په منډه راغلې ، سریان  را منډه  کړه او دخپل ورور  علي پاشا  څخه یې غیږه  چاپیره کړه  په داسې حال  کې  چې ریونا د علي  پاشا  څخه د اس  واګي واخستي ،او په خوږو خوږو  سترګو یې   علي پاشا ته کتل ، قیرات  هم  په ډیره  بیړه د  کوټې  څخه  را ووتله ، مخته ورغله او علي پاشا  یې په غیږ کې و نیوه . خو کله  چې  جدا   شول  نو خفه او غمګین  شانته  شول ، هغوې وکتل  چې دعلي پاشا  په سترګو  کې  غم او خفګان  دې ، ریونا هم  علی پاشا  ته کتل اوهغه هم دعلي پاشا  په خفګان  باندې  غمګینه  وه ، بیا مخکې  له  دې   چې قیرات  څه ووایي  ریونا په  ډیره   خوږه  لهجه  علي پاشا  ته مخ کړ او ورته  یې وویل:

زه پوهیږم  چې ته ولي  غمجن  یې  ،کاشکې  چې  دا تیمورلنګ  د مسلمانانو  پر خلاف د شا څخه  حمله نه  وی کړې ،کاشکې  چې  هغه مسلمانان  د سیواس  په ښار کې  ژوندي  په  زمکي  کې نه وې  ښخ کړی ، اوپاته یې  د خپلې تندې دماتولو په خاطر  د تیغه  نه وې  تیر کړي ، دې  ظالم  د سلطان  بایزید یلدرم     زوې  هم  له تیغه  تیر کړې دې .

کله  چې ریونا  چپ  شوه نو قیرات  خبرې  پیل کړې  او ویي ویل :

علي پاشا  زویه !  زه  پوهیږم  چې  هغه  حالات  چې  ستاسې  د  نه موجودیت په  صورت کې  د تیمورلنګ  له اړخه په  ناڅاپې  توګه   را پیدا شوي دي، همدې حالاتو  ته  ډیر خفه  او  غمجن کړې یې .

علي پاشا  خپل  ځان  لږ  څه  سنبال کړ  او دخپلې مور قیرات  لورې ته  یې و کتل او ورته یې وویل :

اې  مور ې ! په خداې  سوګند  چې ماسره  ددې غم نه شته  چې تیمور لنګ  زمونږ په  هیواد  یرغل  کړې دې ،اویا یې  زمونږ  څخه د سیواس  ښار نیولې دې . مونږ  لکه  څنګه  چې د اروپایې صلیبیانو په مقابل  کې مخته روان یو  نو په همدې توګه   به مونږ د تیمور  لنګ  مقابله  هم وکړ و.  خو څه  چې ما زوروي   هغه دادی  چې  دا تیمور لنګ  د روسانو او صلیبیانو  د سازش  ښکار شوې دې . هغه  کار  چې  اروپایانو  زمونږ پر خلاف  په خپله نه شو کولاې  نو دهغې  له پاره  یې  د سازشونو او  لمسونو په واسطه  تیمور لنګ  استعمال کړ . نومورې ! همدغه  خبره  ما  ته  د غم  او  صدمي  سبب ګرځیدلې  ده .

په دې وخت کې سریان  په نا څاپي توګه  د علي پاشا  د اس  واګي واخستې  او اخور ته یې  یوړ . هلته یې  و تړه او  ګیاه او دانه  یې  ورته   وا چوله ، زین  یې ترې  راښکته کړ او دخولې  څخه  یې ددې  قیضه  وویسته ، تر دې وخته پورې  ریونا ، علي پاشا او قیرات  درې واړه  هلته په  میلمستون کې ناست و ، سریان  هم بیرته ور ستنه شوه  او دخپل ورور  په څنګ  کې کیناسته ، په دې وخت کې علي پاشا بیا بیا د ریونا ، خپلې مور قیرات  اوخور سریان په لور  وکتل او بیا یې  وویل :

مورجانې !زه  یواځې همدا نن  شپه  په کور  کې پاته کیږم ، ځکه   سلطان  خپل لښکر  ته  یواځې  یوه شپه  دلته په بروصه کې د  تم کیدو  له پاره  وخت  ورکړې  دې . هغه کسان  چې په لښکر  کې  زخمیان  شوې دې  هغوې به همدلته پرې  ښوول  شي . او دلته دبروصې  څخه  به تازه  فوځونه   واخستل  شي . ددې  تر څنګ  به سلطان د بروصې  څخه د خوراک  نوي  ذخایر  هم له ځانه سره واخلي  چې که چیرې د تیمور  لنګ  سره  جنګ  اوږود شي نو  د خوراک  کمی  احساس  نه  شي .

قیرات  له خپله ځایه پورته  شوه او  سریان ته یې  وویل :

سریان  لوري !  راځه  چې دواړه  ډوډۍ  تیاره کړو  علي پاشا ستومانه دې  ، ډوډۍ  دې وخور ي   او ارام  دې  وکړي . ریونا لوری ته همدلته کینه ، دعلي پاشا سره خبرې کوه او  زړه یې خوشحاله کړه ،

ریونا  سمدستي دخپله ځایه  پورته شوه ،هغې د قیرات  مخه  و نیوله  او بیا یې په  ډیره مینه ورته  وویل :

مورجانې ! دا  څنګه  شونې ده  چې ته دې کار کوې اوزه دې دلته کینم او خبرې دې کوم . ته د مور  په څیر د علي پاشا  سره کینه ،اودهغه  زړه ته تسلي ورکړه ، زه  اوسریان دواړه خویندې  به  ډوډۍ تیاره کړو .

دریونا په دې خبرو  که له یوه  اړخه  قیرات  خندانه  شوه  خو دبله اړخه  علي پاشا  هم  و غوړید . اودهغوې پر خوشحالیو  باندې  ریونا او سریان  هم خوشحاله شوې . بیا دواړه  خویندې  په همدې  خوشحالۍ  دمیلمستون  څخه  ووتلې  او  پخلنځي  ته د  ډوډۍ د تیارولو له پاره ولاړې .

***** ۴۴


بله ورځ سلطان  بایزید یلدرم   ، علي پاشا  او ولیعهد محمد دخپلو  لښکرو  سره  یو ځاې  د بروصې  دښار څخه  دانقرې  میدانونو ته  و خوزیدل . ځکه  چې  سلطان  بایزید یلدرم   ته خبر  رسیدلې و  چې تیمورلنګ  د سیواس  څخه کوچ کړې دې . په بروصې کې د یوې شپې  په تم کیدو سره   سلطان  د لښکر  زخمیان همدلته په بروصې کې پریښودل ،اوددې  ځایه  یې  تازه  او تیار  نور عسکر  واخستل ، هغه  خپل  بل ځوې  موسې هم په خپل  لښکر کې  له ځانه   سره واخست . سلطان  بایزید یلدرم    په ډیرې  چکټتیا سره د انقرۍ  میدانو په لور   ور روان و .

سلطان  بایزید یلدرم  دخپل لښکر  سره یو ځاې  د انقرې  ښار ته را نږدې  شو  دلته یو  پړاو  جوړ کړ  تر څو  د بروصې  څخه  د غذاي موادو  د راتګ  لړۍ   جاري و ساتل شي . بیا  مخته ولاړ  او د  هیلس ددریاب نه د تیریدو  وروسته  هغه  هملته د دریاب  په غاړه په  غرنۍ  سیمو کې  خپل  لښکر ور ننویست ، ددې  سره  سم  سلطان  د سیواس  پورې  خپل  جاسوسان  خپاره کړي و تر څو  د تیمور لنګ  په نقل وحرکت  باندې  څارنه وکړي او ده  ته  بر وخت  خبر ورسوي .

په غرنیو  لمنو کې  څو ورځي وروسته سلطان  ته  اطلاع  ورسیده  چې  تیمور لنګ د خپل  لښکر سره یو ځاې ددي  غرنیو  سیمو څخه نژدې  شپیته میله  لري  دې او دې خوا ته  را  روان  دې  نو په دې خاطر  سلطان  بایزید یلدرم     په همدې  غرنیو سیمو کې  د تیمور لنګ سره د مقابلې  له پاره تیار  او  بیدا ر و .

غرنیو  سیمو ته تیمورلنګ  د راتلو  جرأت  و نه  کړ او سلطان  ورته همدلته منتظر  پاته شو . ان  تردې  چې د انتظار   درې  ورځې او بیا  پنځه ورځي  هم تیرې  شوې  بلکه  د تیمور  لنګ د انتظار  له پاره  سلطان پوره  اونۍ  هلته تم شو خو تیمور لنګ  دخپل  فوځ  سره د  سلطان  مقابلې ته  حاضر نه شو .

د سلطان  بایزید یلدرم    مخبران د  تیمور لنګ د لښکر پسې د سیورې په څیر  لګیدلی و ، ددې وروسته  د سلطان  بایزید یلدرم     مخبرانو  خبر ورکړ  چې تیمور لنګ دخپل  لښکر  سره یو ځاې دهغه په  جنوب کې  پروت دې  ددې خبر د اوریدو سره  سم سلطان  بایزید یلدرم     د غرنیو  لمنو  څخه   را ووت او د هیلس  ددریاب   غاړې  ته  راغې .

دا دریاب  د سیواس  څخه   اخوا  د خپلې  سر چینو څخه  را وځي او د قمپ  څخه تیریږی او تر  لرې  لرې  ځایو پورې  انقری ته  نژدې  د شمال په لور په بحر  اسود (توره  بحیره )کې  لویږی .  ددې دریاب د ګرځیدو  څخه یو اوږود  چکر  و هلو ته اړتیا ده ،  او سلطان  د همدې  چکر  په  دننه کې   خپل  لښکر  راټول کړ  اوپه دې  انتظار کې و  چې که  چیرې تیمور لنګ  دهغه  مقابلي ته راشي  نو په همدې میدانونو کې  جنګ  و نښلې  اوکه  چیری تیمور لنګ  را نه شي  نوبیا  به سلطان  بایزید یلدرم په خپله دهغه پسې  ځي .

په اتمه ورځ  د سلطان  بایزید یلدرم    مخبرانو  هغه ته خبر ورکړ  چې تیمورلنګ نه  په غرنیو لمنو کې دسلطان سره د ټکر کوښښ کوی او نه د  هیلس   ددریاب  په غاړه  په  پرانستو میدانو کې  هغه دکوم  ټکر کولو نیت  لري . په  حقیقت کې  تیمور  لنګ  ته د فوځونو  برتري  هم  تر لاسه  وه  ځکه دهغه د   فوځونو شمیره   اته لکه وه  په داسې حال کې  چې  د سلطان  بایزید یلدرم   د فوځونو شمیره یواځې یو لک  او شل زره  شاوخوا  کې وه . خو بیا هم تیمورلنګ  دسلطان بایزید  سره د مخامخ مقابلې  جرأت  نه شوکولې.

په غرنیو  سیمو کې هغه  ځکه د سلطان  مخ ته  رانغې  چې هغه په دې   پوهیده چې  په  غرني  جنګ  کې  سلطان دهغه  څخه زیاته  تجربه  لری  اوهغه ددې  نه ویریده چې که  چیرې هغه د سلطان سره په دې غرینو  سیمو کې د ټکر  هڅه وکړه  نو سلطان  بایزید یلدرم    به دهغه  لښکر د شمیرې  د زیاتوالي سره  سره  نابوده  کړی او له منځه به یې  یوسي.

د فوځونو د شمیرې دزیادت  سره سره  بیاهم تیمور  لنګ  د سلطان  بایزید یلدرم    څخه  دومره  په  ویره کې  و   چې  کله  چې  سلطان  بایزید یلدرم   د غرنیو سیمو څخه  راووت اود  هیلس ددریاب   پراخه میدانو ته شو  بیا هم تیمور  جرأ ت  و نه کړ  چې  ددریاب  څخه  را تیر شي او د سلطان  مقابلې ته راشي . په  اتمه  ورځ  سلطان ته خبر  راغې  چې تیمورلنګ د سلطان د ویرې  دجنګ  څخه  ځان وویست  او دانقري  په لور  ولاړ.

تیمور لنګ  پلان  درلود  چې دسلطان  سره دټکر تر مخه  دانقرې  ښار  سوبه کړي  او همدا  ښار  خپل داوسیدو  ځاې وګرځوي   اودهغې   وروسته  د ښاره  را ووځي  او دسلطان  پر خلاف  و جنګیږي ، اوخپله بریا  یقیني کړي ، په دې خاطر  هغه د خپل  اته لکو فوځونو سره  په ډیره  بیړه  د انقري  په لور وخوځید او  انقره یې محاصره کړه او په پوره  قوت سره یې  په  دې  ښار باندې  یوه  ستره  حمله وکړه .

تیمورلنګ هڅه و کړه  چې د  ښار  مرکزی دروازه ماته کړي او  ښار ته ور ننوځي  خو و نه توانید، دهغې وروسته يي  د خپل  لښکر یوه برخه  مخته  کړه  تر څو  د زینو  او رسیو  په واسطه دانقري دښار  دیوال  باندې و خیژی . هغه وخت  چې   د تیمورلښکر  د رسیو اوزینو په واسطه  په دیوالونو  د ورختلو  هڅه وکړه  نو    انقری  کې  میشت د ترکانو  فوځ  پرې د غشو داسې  باران  جوړ کړ چې  زیات  شمیر  تاتاریان   یې   د ځمکې  تل ته ورسول . کله  چې  تاتاریانو  د انقری ددیوال  دبرجونو په لور  د  ورسیدو  هڅه  کوله نو په همدې وخت  کې تیمورلنګ ته دهغه مخبرانو خبر ورکړ  چې  سلطان  بایزید یلدرم     په  ډیره  چټکتیا سره دهغه په  لور  را  روان دې ، ددې خبر  د اوریدو  سره  سم د تیمور  دپښو  لاندې  زمکه  و ښویده ،او هغه  لښکر یې چې په دیوالونو د ور ختلو هڅه کوله  هغه  یې بیرته  را وغوښت  اوخپل  ټول  لښکر ته یې د کوچ کولو  حکم وکړ .د کوچ کولو د حکم تر مخه  تیمور لنګ  خپل   فوځ ته وویل :

د بایزید  څخه د خلاصون  دوه  لارې دې  چې  دهغو  څخه  یوه  باید  مونږ  خپله کړو لمړۍ دا چې  مونږ همدلته انتظار وکړو ، خپل  اسونه  دمه کړو  اوبیا  نژدې  دولس  میله لرې د بایزید د فوځونو سره  چې پوره  ستومانه  او دکاره  لویدلې  وي  سمدستي ټکر کول دي ، خو یاد ساتۍ  چې دا  تدبیرونه  هم زمونږ  له پاره  زیانمن  ثابتیداې شی . که  چیرې  بایزید یلدرم  دلته دراسیدو سره  سم پر مونږ حمله وکړي نو هغه مونږ ته  ډیر زیان  رسولي شي  او دجنګ  په ډګر  کې زمونږ پښه  د زمکي  څخه  ویستلې شی ،  ځکه  پخواني  جنګونه اودهغې تجربه مونږ ته  دا  را په  ګوته کوي  چې هغه نه شاته  تلونکې  دې او نه  د جنګ  څخه  مخه ګرځونکی دې .

زمونږ تر مخه بله   لار  داده  چې  مونږ همدا  اوس  او همدا ګړۍ  حرکت وکړ و اود انقري  څخه لری ولاړ شو او پریږدو  چې بایزید  زمونږ تر شا  شا زمونږ پسې  راشي . مونږ  دبایزید په  هیوا د کې دننه  ولاړ  شو او د دې هیواد  هر کلي  ،  هر  ښار  چې   مخ  ته راځي  هغه  د تباهۍ سره  مخ کړ و . اوپه دې ترتیب  بایزید مجبور کړو  زمونږ تر شا را ګړندې شي . هر چیرې  چې اوبه مخته  راځي   خپل لښکر ته  ترې  پوره  اندازه  اوبه ورکړئ او په پاته اوبو کې زهر  ور واچوئ ، ددې   به دوه ګټی وی  اول داچې  زمونږ په تعقیب  پسې  راتلونکې  دبایزدی  فوځ  به ددې  اوبو  د ذخیر نه د ګټې دپورته کولو په وخت کې  د  زهرو سره  مخ  کیږي  اوپه دې ترتیب  به هغوې  له منځه  ځّي  او د جنګ  پرته به مونږ  د بایزید په مقابل کې  بریمنده شو. او که چیرې دهغه مخبران  خبر ورکړي  چې په اوبو کې زهر  اچول  شوي دې  نو یادساتۍ  چې  د بایزید فوځ  به زمونږ بسې د راتلو په وخت کې  سخته تنده  اوستومانتیا  احساس کړي  نو که  چیرې په  داسې وخت کې مونږ پر بایزید  باندې  یرغل وکړ و نو دبایزید ماتې به  حتمی او زمونږ  بریا  به ډاډمنه  شي . په دې خاطر  مونږ باید همداسې وکړو  ، ددې ځایه  حرکت کوو  اوپریږدو  چې  بایزید   زمونږ  پسې وروسته وروسته  را شي ، دغه  پلان  چې مونږپرې  خبرې وکړي  زمونږ بریا  مونږ ته ډاډمنوي .

ددې خبرې سره یو ځاې  تیمورلنګ  خپلو  فوځونو ته د حرکت کولو  حکم وکړ .

تیمور  لنګ د زړښت  په اساس د زرې  اغوستل  پرې  ایښې و ، خو دسلطان بایزید څخه دومره  ویریدلې و  چې د انقرې  څخه د کوچ کولو په وخت کې  هغه  یوه نوې  او ډیره  قوې  زره  اغوستې وه  تر څو ددښمن د غشو دحملي  څخه  خوندی پاته شي .

تیمور لنګ د  انقرې  څخه  حرکت  وکړ ، په  لاره کې  چې   څومره د اوبو  ذخایر ورته  تر لاسه کیدل  دهغه  څخه یې خپلو  فوځونو  ته اوبه ورکولې  پاته کي  یې  زهر  ور ګډول ، په ځینو ځایو کې  یې د اوبو  چیني  بندې کړې ، په دې تر تیب  هغه اته  لکه  فوځ  مخکې   مخکي  په تیښته  کې  روان و او د سلطان  بایزید یلدرم   یولک شل  زره   فوځ د هغوې  تعقیب  کاوه .

تیمور  لنګ  او اته   لکه لښکر  یې  دومره  په بیړه  په  تیښته روان  و چې د ستړتیا  احساس  یې هم  د لاسه ورکړي و . په یوه  ځاې کې  تیمور لنګ  د پړاو کولو  حکم  وکړ  خو د پړاو په وخت کې یې خپلو فوځیانو ته د سلطان  بایزید یلدرم    د لښکر  د ویرې  د خندق د ویستلو  حکم وکړ .

دتیمور  لنګ  عسکرو  د سترګو په  رپ  کې  د  پړاو  شاوخوا ته   ستر  خندقونه  وویستل . بایزید یلدرم  لا تر اوسه  ډیر لرې و ، ځکه هغوې په ډیره  ارامه توګه  سفر کاوه. او ددې  دوه   علتونه  و .

لمړۍ دا چې د سلطان فوځونه  په پرلپسې توګه  په اروپا کې په  جنګونو کې  مصروف  وول .هغوې ته د ارام کولو  فرصت  نه تر لاسه کیده ، دهغوې  اسونو او نور  ځناور  هم  ستومانه و . او بیا د قسطنطنیي  څخه هغوې  پر لپسې  سفر کړې و او دې میدانو  ته رارسیدلې و .

دویم دا چې  تیمورلنګ  د خپل  ټول  حماقت  څرګندونه  کړي  وه  اوپه  لاره کې  چې  څومره اوبه مخته راغلي وې  دهغه  نه یې خپل  فوځونو ته ورکړې  وې اوپه پاته کې یې  زهر  ور ګډ کړي و .د چینو په  خولو کې یې  زهر  اچولي واو دا   یو داسې حرکت  دې  چې د انسانیت  پر خلاف  ګڼل کیږي .

لمړۍ  دسلطان بایزیدیلدرم  په ځواکونو  دعیسایانو او نصرانیانو په لمسون  د   تیمورلنګ  یرغل  ، پخپله دتیمور لنګ  حماقت و ، هغه  ته په کار و  چې  که چیرې  دسلطان بایزیدیلدرم   سره یې کوم ذاتي  اختلافات  وې  او یا یې دسلطان  ځني خویونه او کړچار نه  خوښولې  نو هغه به یې د خپلو سفیرانو  د لیږلو را  لیږلو په واسطه  حل کړې  وې ، او دا  چې د مسلمانانو د دواړو  قوتونو  د  خپل منځې  جنګ  جکړو  مخنیوې  به شوې وې ،

د سمرقند څخه  د روانیدو په وخت  کې  تیمورلنګ ته  خبر ورکړل  شوي  و  چې د دسلطان بایزیدیلدرم   سره یواځې  یولک  او شل زره   لښکر  دې ، خو بیا  هم  هغه  دهغه  څخه  دومره  په ویره کې  و   چې  اته لکه  عسکر یې    دسلطان بایزیدیلدرم   د مقابلي  له پاره تیار کړل تر څو دخپلې ماتې  امکانات  را کم  کړي .

  د سلطان بایزیدیلدرم    څخه  د تیمورلنګ د دومره   ویرې یو بل  علت  دا هم  را مخته کیږي  او هغه  دا چې  د سیواس  سیمو ته د کوچ کولو تر مخه  هغه خپل  ټول  سالاران او  قومندانان  راغوښتې و او دهغوې ټولو په ګډه غونډه کې   یې پریکړه کړې وه  چې کله  سلطان بایزیدیلدرم    ددې مقابلې له پاره راشی   نو تیمورلنګ به  د الخ خان او شا  ملک  نه  علاوه داروپایي  شهزادګانو او روسي قومندانانو  سره یو ځاې  د دسلطان بایزیدیلدرم    مقابله  کوي . په داسې  حال کې  چې  دسلطان بایزیدیلدرم   د ځواک  د ویشولو  له پاره یې  دوه لکه  لښکر د نورالدین   په مشرۍ تر بروصې  پورې  او دخپل  لمسي ولیعهد محمد  سره یي دوه  لکه  لښکر  د انقرې  په لور د  استولو حکم  کړې و.

خو دسلطان بایزیدیلدرم    دجرأت او  میړانې  په کتلو سره  هغه حوصله  له  لاسه ورکړي  وه  او  ویریده  چې  خپل لښکر   سره وویشي . نورالدین دهغه یو داسې  جرنیل و  چې  تر ټولو  ډیر باور یې پرې کاوه ، او د نورالدین  نه ورسته  تیمورلنګ په  خپل لمسي  ولیعهد  محمد  باندې  تر  ټولو ډیر باور  درلود .نو په دې  خاطر  یې نه غوښتل هغوې دواړه  له ځانه  جدا کړي .  په هر حال  د انقري  څخه   څومیله لري   تیمورلنګ  پرړاو   وکړ  اودخپل پړاو  شاوخوا  ته یې خندقونه  وویستل ،  او خپل ټول  فوځ  یې د«  تیارسئ»  په حال کې وساته ،  خو دهغې ټولې ویرې او وحشت  سره سره  چې دې په کې   دسلطان بایزیدیلدرم    له اړخه  ککړ  و  بیا یې  هم دخپل  زوې  شارخ  سره  په خپله خیمه کې د شطر نج  لوبه کوله .

سلطان بایزیدیلدرم   هم د خپل  لښکر  سره  د تیمورلنګ  په تعقیب  پسې   روان و . دسلطان بایزیدیلدرم   لښکر  په اروپا  کې  یو شمیر  فتوحات او سوبې   تر  لاسه  کړې وې . دهغه د لښکر  حوصلي پورته  او قوي وې .ددې نه علاوه  په لښکر کې   ډیر کلک نظم او نسق  موجود  و   اودهغه  هر وګړې د بایزید  همدومره  وفادرا و  لکه  څومره  چې یو غلام دخپل  اقا وفادار اوسي .  په همدې خاطر   په لار کې  کله چې  لښکر ته  د څښلو اوبه  تر لاسه  نه شوې نو د تندې  او لوږې  له لاسه ټولو  د بېزارۍ  څرګندونه کوله  خوبیا هم  هغوې   سلطان بایزیدیلدرم    ته همدومره  ځانځارنه کوله  چې دغه ټول  اذیتونه او ستونزي   یې  زغملې او هیڅ ډول  شکایت  یې نه کاوه .

په هر حال  دسلطان بایزیدیلدرم   ، علي پاشا ، ولیعهد محمد او موسې   د خپلو لښکرو سره هغه  ځاې ته راو رسیدل  چې  تیمور لنګ  په کې پړاو کړې و .

اوس تیمور لنګ دجنګ  څخه د  تیښتې  له پاره  اخوا  دیخوا  لارې  لټولې . کله  مخته او کله  څټ  ته تښتیده  او نه  یې غوښتل  چې د دسلطان بایزیدیلدرم   سره  مخامخ  ټکر وکړي . خو کله  چې  سلطان بایزیدیلدرم    دهغې د پړاو  مخته خپله خیمه  و دروله نو  بیا دتیمور لنګ  سره  د جنګ   پرته  بله  لاره  نه وه .  سلطان بایزیدیلدرم   د راتلو سره  سم د جنګ  نغاره  و ډبوله ، او تیمور لنګ  هم په  خپل  فوځ  کې د جنګ   ډول  وواهه.  دسلطان بایزیدیلدرم   په دې خاطر  بیړه کوله  چې د  هغه  فوځ  ډیر  ستومانه ا و تندې  اخیستې و ، د تیمورلنګ  د تعاقب  په وخت کې د  هغه فوځ  ته  یو  ګوټ  اوبه  هم  نه وې تر لاسه شوې ،  نو دخپلو فوځونو د  همدغو  ستونزو او کړاو  په  کتلو سره هغه  یوه  لمحه  هم   له لاسه  ورکول  نه غوښتل . دا  په داسې  حال کې  چې   سلطان بایزیدیلدرم  پخپله  هم د لوږې او  تندې د لاسه   پوره  په تکلیف  کې و.

ددښمن د مقابلي  له پاره   سلطان بایزیدیلدرم    خپل لښکر په درې  برخو وویشه، اودهرې برخې  شمیره یې   دڅلویښت  زرو  په شاوخوا کې پریښوده ،   یوه برخه د سلطان سره   په منځنۍ برخه کې  پاته شوه او خپل زوې  موسې یې له ځانه  سره  هملته  پریښود  ، دویمه برخه یې  ولیعهد محمد ته او   دریمه  برخه یې  د علي پاشا  په قومندې  کې ورکړه . ددسلطان بایزیدیلدرم   دلښکر ټول  ترتیب  همدا و .

ددې به مقابله کې  پخپله تیمورلنګ  دخپل زوې  شارخ  سره په پړا و کې پاته شو   او د جنګ  دغم  دغلطولو  له پاره یې  هملته په خیمه کې  دخپل  زوې  سره  د شطرنج  لوبه   کوله ، خودهغه اته  لکه  لښکر د  سلطان بایزیدیلدرم   د لښکر په  مقابلکې د جنګ  له پاره صفونه  جوړ کړی و . دسلطان بایزیدیلدرم    په لور د کتلو  سره سم  هغوې هم  خپل  لښکر په درې  برخو  وویشه ، په منځنۍ برخه  کې  الخ خان او شاملک  پاته شول   ، ښې  لورې ته  نورالدین  او دهغه سره روسي  لښکرو  قومندان  او  سالاران   پاته  شوله  او چپ  لورې ته دتیمورلنګ  لمسې  د خپلو اروپایې  شهزادګانو  سایرکن اوایکسلا  سره  یو ځاې  پاته شول..

د صفونو د جوړولو نه وروسته  دتیمورلنګ  عسکرو  غوښتل  چې د حملې  پیل  وکړي  ، ددې   هدف  له پاره دهغه  ټول  لښکر  د شګو  د ډیرو  شاته پټ ،په غیرمرئي  توګه  د را خپریدونکې تورو  سیلیو  په څیر مخته راغلل ، په دې ترتیب  د تیمور لنګ ټول  لښکر د دسلطان بایزیدیلدرم   په لښکر  لکه د مچو او میږیو په څیر  را پریوت .

سلطان بایزیدیلدرم   ، علي پاشا ، ولیعهد محمد او موسې    هم  نه یواځې  خپل ځانونه د دفاع  پورې  مربوط کړل  بلکه  هغه وخت  چې د تیمورلنګ  لښکر  یرغل  راوست  نو هغوې هم ځوابي  حمله وکړه او د تیمور لنګ په لښکرو  باندې  ور پریوتل .

تر ډیره  وخته  پورې  په  دغو  پراخو  میدانو کې ډیرسخت  جنګ  جریان  درلود ،خو په دې وخت کې یو  ستر بدلون  راغې اوهغه داچې  د تیمورلنګ  سالار نورالدین  د خپلو روسی  قومندانانو سره یوځاې د  سلطان بایزیدیلدرم    د زوې  ولیعهد محمد  لښکر  شاته و تمباوه  ،  ولیعهد محمد د خپل لښکر سره  ځکه  لږ څه  شاته شو  چې  پر هغه   ددښمن  ډیر  زیات فشار  راغې  ، نورالدین  د خپلو روسي  ملګرو  سره یو ځاې د ولیعهد محمد په لښکر  باندې  د اړخونو  څخه  حملې پیل کړې  نو د ولیعهد محمد  لښکر  ددواړو  اړخونو  څخه حملې  و  نه شوې  زغملې  او  لږ څه وروسته تګ ته مجبور شو .

خود بله  اړخه د همداسې مخکې تګ  او همداسې  کیفیت  څرګندونه ددسلطان بایزیدیلدرم    سالار  علي پاشا هم  کړی وه . هغه د تیمورلنګ  په لمسی  او ولیعهد محمد  څخه علاوه  د اروپا په شهزادګانو سائرکن او ایکسلا  باندې   همداسې  وینه تویونکې  حمله وکړه  او  هغوې  یې تر ډیره   شاته  و زغلول . په دې وخت کې سائرکن  د ډیر  جرأت  نه  کار واخست او  نیغ  په نیغه  یې   علي پاشا  تر خپل هدف  لاندې راوست او حمله یې پرې وکړه .د ا  د سائرکن  بدقسمتي وه  چې  هغه د علي پاشا  سره ټکر وکړ . علي پاشا د سترګو په رپ کې دهغه څټ  و ر پرې  کړ اوپه دې تر تیب  یې داروپایي دوو  شهزادګانو  څخه د یوه  کار و ر  خلاص کړ. اوس  ایکسلا  پاته و  ، کله  چې هغه وکتل  چې ورور یې  سائرکن  له منځه ولاړ  نو هغه په ډیر بې  زړه  توب  سره  شاته و تښتید.

خو دعلي پاشا  له پاره دتیمورلنګ د عسکرو  دا  شاته  تګ دومره د اهمیت وړ  نه  ښکاریده  ځکه  چې د تیمورلنګ  لښکر دومره  ستر  اوزیات  و  چې دهغې  د لښکر وروستۍ برخه  لا تراوسه په  جنګ  کې  نه  وه  شامله شوې ، کله  چې د  تیمورلنګ  سالارانو وکتل  چې د وخت په تیریدو سره کیداې شي  علي پاشا  دهغوې منځته ورسیږي  نو هغوې  سمدستې د لښکر وروستۍ برخه  هم  جنګ  ته  را  وخوزوله . او په  دې ترتیب  د هغوې دلښکر وروستۍ برخه  د علي پاشا او ولیعهد محمد  په لښکرو  باندې  د اړخونو  له  خوا   حملې پیل کړې .

دتیمورلنګ لښکر  هڅه کوله  چې  علي پاشا ، ولیعهد محمد او موسې  ددرې  اړخونو  څخه  محاصره  اوپه مکمله توګه  بې وسه  کړي .  سلطان بایزیدیلدرم   هم  په  دې  حال  باندې  ښه  پوه  شوې و. اوعلي پاشا او  ولیعهد محمد  هم دا ښه درک  کړې وه . بیا  سلطان بایزیدیلدرم   دتیمورلنګ د عسکرو سره  په  جنګ  دوه  تیز  زغلیدونکې  آس  سپاره  علي پاشا او ولیعهد محمد ته و استول  او هغوې ته یې   دا  حکم وکړ  چې  د تیمورلنګ  کوم  عسکر  چې ددوې  د اړخونو  څخه تیریږي او ددوې  شاته  ځان  رسوي او دددوې دمحاصرې  کولو   هڅه کوي  هغوې  له منځه  یوسئ او یوې  لورې ته  دوتلو  هڅه  وکړئ ، او ددښمن  د پنجې  څخه  د وتلو سره  سم لږ  څه  شاته ولاړ شئ اوبیا  د نوې  جنګ  پیلامه وکړئ .

څنګه  چې دا آس سپاره   ددې پیغام سره یو ځاې  علي پاشا او ولیعهد محمد  ته ورسیدل  نو هغوې دهمدې حکم  سره  سم  خپل  کار  پیل کړ . دا حکم تر ټولو لمړۍ  علي پاشا ته ورسید، نو د حکم د رسیدو سره  سم هغه ددښمن  دغه  لښکر  چې ددوې  د اړخونو څخه تیریده  تر سختي  ضربي لاندې راووست . د علي پاشا دا حمله دومره قوي وه  چې  ددښمن  لښکر  یې  زغم  و نه  شو کړاې ، هر لورې  چې  علي پاشا دخپل دغه څلویښت  زریز   فوځ  سره  حمله کوله  نو دتیمورلنګ  سپاهیان  به دهغوې  له مخې  داسې  تښتیدل  لکه په توپان کې  چې  خس و خاشاک  دخپله ځایه  تښتې . په دې تر تیب   علي پاشا دخپلو توپانې  حملو په واسطه د هغه  په اړخ  کې تیریدونکې دښمن   له منځه یوړ او  پخپله  یوې  لورې ته ووت .

کله چې دعلي  پاشا وروسته داپیغام ولیعهد محمد ته ورسید نو هغه هم  خپل کار  پیل کړ ، هغه  هم په دښمن  باندې  د خپل ټول توان  سره  ور  پریوت ، دعلي پاشا  په څیر د ولیعهد محمد  حمله  هم  دومره قوي وه  چې  د تیمورلنګ  عسکرو  یې  زغم و نه  شو کولاې  اویوې لورې اوبلې ته یې  د تیښتې مخه کړه  ، بیا ولیعهد  تر ډیره  پورې  شاته ،  ان  تردې  چې دعلي پاشا سره  یې خپل  لښکر  یو ځاې کړ . ځکه  چې   سلطان بایزیدیلدرم    دوې ته  همدا  پیغام  استولې و چې د لږڅه  شاته کیدو  وروسته، خپل  لښکر  بیرته  منظم  کړئ، تر څو دتیمور لنګ  په مقابل کې  بیا  جنګ  پیل شي.

کله چې علي پاشا او ولیعهدمحمد په  شاته کیدو باندې  بریمند  شول   نو   پخپله  سلطان   هم  د  برق  په څیر  په دښمن  ور  و غورزید  اودهغوې  دځپلو  وروسته یې ځان بیرته  شاته کړ .

سلطان بایزیدیلدرم   د علي پاشا و ولیعهد  محمد سره  په دې خاطر نه و په شا شوې   چې  په خپل مخکې دښمن  تم  کړي  اوپه دې ترتیب  په ولیعهد محمد او علي پاشا باندې  فشار  را کم کړی ، اوهغوې  په خپلو  اړخونو باندې  فشار  راوړي او په دې  ترتیب  په پا شاکیدو  باندې  بریالي  شي .

خود سلطان دا  پلان  پخپله د سلطان  له پاره  زیانمن ثابت  شو .  ځکه  دعلي پاشا او ولیعهد محمد په  لاس  ځپل شوې  دښمن  چې  تیښته یې کړې وه  یو ځل  بیا  د وږو  لیوانو په څیر   را  ببر شول   او دسلطان  بایزید  په لښکر باندې  د ملخانو په څیر  را توې  شول.،  سلطان بایزیدیلدرم    دهمدې  حالاتو په کتلو سره  شاته  شوې و .د سلطان  شاته  یوه غونډۍ وه ، سلطان همدې  غونډۍ ته وخوت ، خو په همدې وخت کې سلطان او دهغې ټول  لښکر ددښمن په  محاصره کې راغلي و.

سلطان  دغه  خطرناک  حال  درک  کړي و. نو د یوې  لورې  په ټاکلو سره  سلطان ددښمن په فوځ  باندې  ور غورزید، تر څو  ځانته  لاره  خلاصه کړي او ځان د محاصرې څخه و کاږی . خو دسلطان  څلور وخواو ته ددښمن  فوځونه  د څو   فرلانګو  پورې  خپاره   شوی و .  په  دې خاطر  ددومره  دښمن  له منځه وړل او ځان  ترې ویستل  شونې  نه ښکاریده . اوکله  چې سلطان  داسې وکړل نو د تیمور لنګ  فوځونه پرې د شا څخه  راغلل . ددې پایلې داشوې چې  سلطان او  لښکر یې  دداسې محاصرې  سره مخ  شوې  چې د هر اړخه  پرې  بریدونه پیل شول. په دې حملو کې دسلطان ټول  لښکر  له منځه ولاړ  اوسلطان  یې ژوندې و نیوه ، او هغه یې  و تاړه او په پړاو کې پروت  تیمور لنګ  ته یې  یوړ  .

کله  چې  عسکرو  سلطان دتیمور لنګ  خیمي ته یوړ نو  هغه وخت  هم تیمور  لنګ  دخپل زوې  شارخ  سره د شطرنج  په لوبه کې ښکیل و  اوکله  چې سلطان دهغې خیمي ته ور ننوت  نو تیمورلنګ او شارخ  دواړه  و دریدل ، دواړو  پلار  اوزوې وکتل  چې د سلطان د سترګو  څخه د قهر اوغضب   لمبي  را وځي ، دهغه سینه  زخمي شوې وه  او لاسونه  یې تر شا  تړل  شوي و.

تر ډیره  پورې  تیمورلنګ او دهغه  زوې  شارخ  سلطان ته  په ډیره  عجیبه  توګه  کتل ، اوبیایې  په مسخریې توګه  وخندل اود ټوکو مسخرو  له لارې  یې  سلطان  ته وویل :

بایزیده  ! تاماته  وخوړه ، ستا  دراتګ  څخه   لږ  څه دمخه زما   مخبر ماته  ټوله  قصه کړی ده . ستا ټول  څلویښت  زره  عسکر  وژل  شوي دې  ستا هغه جرنیل  چې تا  پرې  ډیر  ویاړ کاوه  د جنګ  د میدان  څخه تښتیدلې دې  او ستا زوې ولیعهد محمد  هم د خپل څلویښت  زره  عسکرو سره یو ځاې د تیښې  لار خپله کړې ده .

تر دې ځایه دخبرو  وروسته تیمورلنګ  لږ ه  شیبه  تم  شو  او بیا یې د بایزید  لورې ته وکتل اوبیا یې په ډیره مسخره یې توګه  خپلې خبرې پیل کړې

بایزیده ! ته زما خیمي ته په  داسې   سینه را ننوتې  لکه  ته  چې فاتح او مونږ  مفتوح  اوسو . ستا د سترګو نه د اور  شعلي  داسې  را  وځي  لکه   ته  چې غواړې ما همدا  اوس د خپل  قهر او غضب  ښکار کړي .

په ځواب کې  سلطان بایزید یلدرم  هم  تر  ډیره پورې  تیمور لنګ  ته  د خپل  قهرمانیت  په  سترګو وکتل  او بیا یې  هملته د تیمورلنګ  په  خیمه کې په  لوړ  او قوي  اواز وویل :

تیمورلنګ ! زه یقینا  فاتح او  ته  مفتوح  یې ، زه  یقینا غالب او ته  مغلوب  یې ،  دغه  جنګ  چې  همدا اوس  تر سره شو  په  دې کې  د خپل ځان او   زما په هکله  لږ څه  فکر وکړه ، تقابلي جایزه  واخله ، زه د خپلو  لښکرو تر مخه وم او ستا  عسکر مې  ځپل ، زه  د  نورو  د بچیانو د حلالو او  دهغوې په واسطه  دخپلې  سوبې د  یقیني کولو له پاره دلته  په خیمه کې نه وم ناست .  زه دخپل  لښکر څخه مخته  روان وم  او هغوې ته مې  دا یقین ورکاوه  چې  که دښمن  هر ه   حمله وکړي  نو اول  به هغه  حمله پر ما وي ، په  دې خاطر    دخپل لښکر  سره  څنګ څنګ ستاسې  پر خلاف   جنګ  کړې دې .  خو ګوره  تیموره !  فتح اوما ته  د قدوس  خداې  له لورې  وې  خو  یاد  ساته  چې په اخلاقي توګه  ته  مفتوح او  زه  فاتح  یم.

د جنګ په دوران کې  زما کړچار  باندې  هم غور وکړه ، زه  په عملي توګه د خپل لښکر مخته  وم  او جنګ مې کاوه ، او خپل  کړچار ته  هم  وګوره  چې  ستا لښکر  ستا نه  پرته  په  جنګ  کې  مصروف  دې ، ته دلته په خپله خیمه کې د خپل زوې  شارخ  سره  د شطرنج  لوبه کوي  دا لوبه  خو ښځې هم د حرم  په یوه خونه کې  کیني اوکوی يي . تیمورلنګه ! دا فکر  ونه کړې  چې  زه ستا  سپاهیانو په  جنګ کې نیولې یم .او زما څلویښت زره  سپاهیان  یې هم له منځه وړي دي . اوزما لاسونه  یې و  تړل  او ستا  تر  مخ  یې  راوستلم . هغه  خبرې  چې ماستا  تر مخ وکړي  ته  لږ څه د انصاف  په  حد کې  فکر  وکړه ، هغه  خبرې  و تله ، او بیا  ووایه  چې  ایا رښتیا  ته فاتح  یې ؟ ایا تا په  جنګ  کې برخه اخستي  ده ؟  ایا تا د  تورې  موټې  نیولې او زما مقابلې ته دې د راتګ  جرأ ت  دې کړې ؟ په خداې  سوګند  چې که  چیرې ته په دې  جنګ  کې زما  مخ ته راتللې  نو ما  به  ته د  اوږو  څخه نیولې  ان  تر ورنونو پورې  شکو لې وې ، که اوس هم تاته  شک وي  نو پلار او زوې  دواړه  تورې  را واخلئ   او ځانته زما سره  مقابله وکړئ ، بیا وګورئ  چې  څوک  غالب دې .

دبایزید  داخبرې  د تیمورلنګ  له پاره د زغم وړ  نه وې ، خو هغه څه  چې  سلطان بایزیدیلدرم ویلي و  هغه  ټول  په حقیبت   باندې  ولاړ و . په دې خاطر تیمور  دا خبرې  زغملې ، بیا هغه  هغو  سپاهیانو ته حکم وکړ  چې  د بایزید  لاسونه  ور پرانزي ،  په دې خبره هغو سپاهیانو  چې  بایزید  یې  لاس تړلې  دلته  د تیمور  خیمي  ته راوستې و دهغه  لاسونه  ور  پرانستل ، اوبیا په  ډیر احترام او درنښت  سره  تیمور او دهغه زوې  بایزید یلدرم  ته  د ناستې یو ځاې برابر کړ او هلته یې کیناوه .  څرنګه  چې په دې  جنګ  کې د سلطان  زوې  موسې  هم نیول  شوې و نو  هغه  یې هم سلطان  ته راوست .

هغه خبرې  چې سلطان  بایزید یلدرم  د تیمورلنګ  په  خیمې کې   کړې  وې  دهغې  خبرو  څخه  تیمور  لنګ په  لړزه  راغلې و . په دې خاطر  یې  په هماغه وخت کې حکم وکړ  چې سلطان  د اوسپنې  څخه  په  جوړې  شوې  پنجره کې  بند  کړئ  په کومې کې  چې تیمور  لنګ په خپله  سفر کاوه ، دتیمور  لنګ  د حکم  سره  سم یې  سلطان د اوسپنې  څخه  په  جوړې  شوې  پنجرې کې  بند کړ  اوموسې  دخپل پلار  سره  نزدې  د اوسپنې دهغې  پنجري  تر څنګ کیناست .

د اوسپنې په  پنجره کې د سلطان بایزید  د بندیدو  وروسته  تیمورلنګ دخپل  زوې  شارخ  سره یو ځاې د خیمي  څخه بیرون  را ووت . اوبیا د  جنګ  د میدان هغه ځاې ته ورغې  چې سلطان بایزید په کې نیول  شوې و. هغه ته وویل  شول  چې د سلطان بایزیدیلدرم  سپه سالار  علي پاشا او  زوې  ولیعهد محمد  دواړه  تښتیدلې دي . دهغه په سالارانو کې نورالدین  چې د ټولو  څخه  ډیر پوه   و  تیمور لنګ  ته وویل  چې  هغه د خپله اړخه  ډیره  هڅه وکړه  چې علي پاشا او  ولیعهد محمد  پسې  وروسته ولاړ  شي او  هغوې هم دبایزید یلدرم په څیر  ونیسې  خو هغوې دواړ ه د خپلو لښکرو  سره یو ځاې  په وتلو  بریالي شول . هغوې  د هیلس  دریاب  څخه تیر شوي دي او په هغه بل لورې   غرنۍ  سیمو کې  ور ننوتي دي . څرنګه  چې دا  غرنۍ  سلسله  ډیره  د کږلیچونو  نه ډکه ده  نو په دې اساس دهغوې  تعاقب  مو ونه  شو کولې . ځکه  هلته مونږ ته  د کافي  زیان د  رارسیدو  خطره و ه .

تیمورلنګ دخپلو سالارانو ددې  خبرو  څخه ډاډمن  شو . بیا هغه دوه  ډیرې مهمې پریکړې وکړې  .

دنورالدین په  مشرۍ  یې  د دولکه  عسکرو  فوځ  په بروصې  باندې د یرغل  له پاره و استوه ، او حکم  یې وکړ  چې د سلطان  د حرم  څومره  خلک  چې دې ټول  و نیسۍ  او ما ته  یې  راحاضر کړئ ، همدا  راز د عثمانیه امپراطورۍ په  مرکزې  خزانه  باندې  ولکه وکړئ  او ټوله خزانه دلته خپل پړاو ته  را منتقل کړئ .

نور الدین  د دې حکم  سره سم د خپلو دوو لکو  عسکرو سره یو ځاې  دبروصې په لور  روان شو .

تیمور لنګ دویم  حکم  دا وکړ  چې  خپل  قاصد یې  قسطنطنیي ته واستاوه ، هلته په قسطنطنیه  کې د سلطان بایزید او د تیمور لنګ د جنګ  د پایلو د معلومولو له پاره د اروپا زیات  شمیر حکمرانان   سره  را ټول  شوي و. تیمور لنګ  هغوې ته قاصد ور ولیږه   اوخبر یې  ورکړ  چې سلطان  ته مو  ماتې ورکړې  او پخپله سلطان  مو  نیولې دې او  اوس  مو د اوسپنې به پنجره  کې بند کړې دې . په څور ورځو کې به  هغه دخپلې  سوبې  جشن  لمانځي ، په دې خاطر  تاسې  باید  له ماسره په دې  جشن کې ګډون  وکړئ .

نورالدین  د تیمور لنګ  په  حکم   په  بروصې  باندې  یرغل وکړ . په بروصې کې کوم  داسې  ځواک نه و  چې  د نورالدین ددوو  لکو  عسکرو  یرغل  تم کړي .  پخپله نورالدین یو نیک ، شریف  ، شجاع ، زړه ور ، او میړني  سپه  سالار و . هغه د اسلامي امت  او مسلمانانو سره ډیره   همدردي درلوده ،که څه هم هغه د تیمور لنګ په حکم د بروصې په ښار باندې  یرغل وکړ  خو د بروصې د ښار  هیچا ته یې هم زیان  و نه رساوه ، کله چې هغه  خبر شو  چې  په ښار کې کوم  مزاحمت  کونکې  ځواک  نه شته  نو دخپل  لښکر سره  یو ځاې یې د ښاره   بیرون پړاو وکړ .

دهغې وروسته  یې دسلطان  د حرم  ټول  وګړی  و نیول ،دعثمانیه سلطنت په ټوله خزانه  یې  ولکه وکړه  اوبیا یې  همدا دواړه  شیان واخستل او د بروصې  څخه بیرته  دانقرې میدانونو ته ستون  شو .

پرلپسې لري ………