کور / هراړخیز / پخې خبري (۲) پر الله توکل او تدبير

پخې خبري (۲) پر الله توکل او تدبير

 (موږپه بحرظلمات کی اسان ځغلولی دی )دادیوه مسلمان شاعر دشعریوبند دی چی دمداین سوبی ته نغوته پکی شوی ده موږلومړی ددی سوبی لنډه یادونه کوو بیا دشاعرخبره ارزیابی کووپه کال ۱۶هــ کی دسعدبن وقاص رضی الله عنه په قیادت کی اسلامی لښکر دعراق سیمی فتحه کولی کله یی چی بهره شیر نومی ځای فتحه کړاومخته روان شول نو ددجلی سیندیی مخی ته راغی له دجلی هاخوادایرانیانو مهم ښار مداین واوپه هغه کی دایرانیانو یوه مزبوته کلاوه ایرانیان چی له بهره شیر نه وتښتیدل په لاره کی یی د دجلی پل ونړاوه اوداسلامی لښکر دمخی د ډب کولو په موخه یی د  دجلی په غاړو  شاوخوا کشتی هم  پری نښودلی دمسلمانانو لښکر چی دجلی ته راورسید او حالت یی ولید نو ددوی مشر حضرت سعدبن وقاص رضی الله عنه خپل اس را مخته کړدا کامات یی وویل : نستعین بالله ونتوکل علیه حسبنا الله ونعم الوکیل ولاحول ولاقوة الا بالله العظیم یعنی له الله نه مرسته غواړو او پرهغه توکل کووهغه زموږ کافی او ښه کار چلوونکی دی له هغه لوی ذات نه پرته بل هیڅ قوت زموږ له پاره نشته . ددی کلماتو په ویلو سره حضرت سعدرضی الله عنه خپل اس د دجلی په سیند ورګډ کړ


     کله چی نور لښکر دی ولید ټولو خپل اسان په سیند ورګډ کړل اوپه سیند کی یی لامبو پیل کړه دوی چی دسیند نیمایی ته رسیدل ایرانی لښکر دسیندپه بله غاړه ورته پټ وو اودغشوباران یی پری پیل کړپه سیند کی دلامبو په حالت کی اسلامی لښکر ددی مصیبت مقابله نشوی کولی نو بیا څه شی و چی دا لښکریی له هلاکت نه وژغوره ؟داتشه جذبه او جذبیی اقدام نه وبلکی ددی اقدام له پاره مخکی پوره تدبیر سنجول شوی واوڅه چی وشول هغه ټول دهماغه تدبیر له مخی وشول چی مخکی په پوره دقت سره سنجول شوی و


          په سیند باندی له ورګډیدلو مخکی سعدبن وقاص رضی الله عنه له خپلو ملګرو سره مشوره وکړه حضرت سعد لکه څرنګه چی دالله په مرسته باور لاره داراز یی په سیند کی له ګډیدلو مخکی دحالاتو پوره جائزه هم اخیستی وه او دراتلونکو ستونزو له پاره یی تدبیر نیولی وتاریخ لیکی  سعد بن وقاص چی خپل اس په دجله ګډاوه له هغه مخکی یی خپلو لښکریانوته وویل :


 په تاسو کی کوم داسی مشر شته چی خپله ډله له ځانه سره کړی او موږ له سیند نه دپوریوتلو پرمهال د دښمن له ممکنه حملی نه وژغوری ؟ حضرت عاصم بن عمر ټټر وواهه چی دا کاربه زه وکړم خپل شپږسوه ملګری یی له ځانه سره کړل اویوی داسی لوړی ته وختل چی وکولی شی له هغه ځای نه دخپل لښکر دفاع اوساتنه وکړای شی کله چی ایرانی لښکر په سیند کی دلامبو په حالت کی په اسلامی لښکر برید پیل کړدخضرت عاصم لښکر په پوره ځواک سره ایرانیان ترخپلو حملو لاندی راوستل ایرانیان له حملی نه په شا شول او دخپل ځان په دفاع بوخت شول اخر ګڼ شمیر ایرانیان مړه اوټپیان شول او تیښتی ته مجبورشول په دی توګه اسلامی لښکر له سیند نه پوریووت او په ایرانی لښکر یی حملی پیل کړی ترڅو یی دمداین ښار فتحه کړ


      له دی کیسی نه موږ ته شاعر لالا یواځی دفخر او ویاړ ټکۍ راخیستی دی او داسلامی لښکرد دژغورنی او دفتحی دترلاسه کولو راز یی له ځانه سره پټ ساتلی دی متأسفانه چی ډیرۍ شاعران همداسی سطحی نظره وی دلته موږ پوهیږو چی شاعر له دی کیسی پوره خبر دی که ده دحضرت عاصم بن عمر د دفاعی کارنامی یاد حضرت سعد دتدبیرنیونی په باره کی یو دووه شعره ویلی وی هغه به ډیر ګټور وو ددی په ځای چی یواځی یی زمو دویاړ او فخر دغریزی دتسکین له پاره غوړی جملی سره تړلی دی زه چی زموږ دځینی ولسی اونورو شاعرانوشعرونه اورم او دهغوی ځینی پوچی خبری او نګه دروغ واورم نو هغه ددوی دسورت (سورت شعراء)دا ایت می راپه یادشی….والشعراء یتبعهم الغاوون ……په خدای سوګند چی له شاعر نه به دهرتوری پوښتنه کیږی مایلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید که یوه جمله یی دروغ تړلی وه نو دګناه کبیره مرتکب دی او الله به سزا ورکوی .