کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د احمدي نژاد سره ټليفوني خبري کړي

ولسمشر کرزي د احمدي نژاد سره ټليفوني خبري کړي

د افغان ولسمشر وياندوى وحيد عمر وايي چي ولسمشر کرزي د خپل سيال ايراني ولسمشر احمدي نژاد سره ټليفوني خبري کړي نوموړي وايي چي دا خبري يې د پاکستان ، ايران ، او افغانستان د ولسمشرانو د يوې ګډي غونډي په اړه کړي چي په دې نژدې راتلونکي کي به جوړه سي ، نوموړئ همدا ډول زياتوي چي د يادوو هيوادونو وزيران به هم په يوه غونډه کي سره وويني چي تياري ورته روانه ده.