د پاکستان هيواد يوې محکمې پنځه امريکايي اتباع په لس لس کاله بند محکوم کړه نوموړي کسان څه موده وړاندي په پاکستان کي ونيول سول ، پاکستاني څارنوالان وايي چي نوموړو کسانو غوښتل چي په پاکستان او متحده هيوادونو لکه افغانستان او نورو کي تروريستي عمليات ترسره کړي ، خو نوموړي کسان دا تورونه ردوي او وايي چي دوى پاکستان ته د يو کس د ليدلو په موخه تللي ول چي وروسته يې غوښتل چي بيا افغانستان ته د بشري مرستو دپاره ولاړ سي .
د يادوني وړ ده چي په نيول سوو کسانو کي دوه کسان اصلي پاکستانيان دي.