کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د شديد باران اټکل سوى دئ

پښتونخوا: د شديد باران اټکل سوى دئ

د پښتونخوا ايالت د مرکز پېښور په ګډون په شاوخوا سيمو کي د شديد باران د اورېدو اټکل سوئ چي له امله يې ايالتي حکومت ټولو ادارو ته د تياري حکم کړى دئ.
د هوا پوهني ادارو ويلي چي ښايي د موسمي بارانونو له وجي په ځينو سيمو کي سېلابونه راسي، ځکه خو ايالتي حکومت د ممکنه سېلابونو د مخنيوي دپاره په ځينو سيمو کي د لازمي تدابيرو د نيولو خبر هم ور کړى دئ.
ايالتي حکومت ويلي ښايي د کابل سيند ځيني سيمي تر اوبو لاندي کړي، چي د دې چاري د مخنيوي دپاره يې د اوبو د مخ ګرځولو دپاره بندونه اچولي دي.