وروسته له هغه چي تېره اونۍ بارک اوباما په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو لوى قومندان جنرال مک کريسټال حکومت ته د سپکاوي په خاطر ليري کړ، په امريکايي مطبوعاتو کي دا پوښتني راولاړي سوي چي تر مک کريسټال وروسته به افغانستان ته کوم امريکايي چارواکى ليري کېږي.
دې پوښتنو ته په جواب کي بېلابېل غبرګونونه ښودل کېږي، خو ويل کېږي چي د اوباما په اداره کي افغانستان ته د امريکا د سفير متقاعد جنرال ايکن بيري او د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک پر لېري کېدو باندي هم غور روان دئ.
مبصرين وايي دا چي ايکن بيري او ريچارډ هولبروک هم له مک کريسټال سره اختلافونه درلوده او د دې قضيې اړخونه دي، ولسمشر اوباما پر دې غور کوي چي له دوى څخه کوم يو دمخه ګوښه کړي.