د روزګان ولايتي مقامات وايي د دې ولايت په خاص روزګان ولسوالي کي يې ١١ تنه په داسي حال کي موندلي چي سرونه ځني غوڅ سوي دي.
د روزګان ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئيس محمدګلاب د فرانس پريس آژانس ته ويلي چي دغه کسان د ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کي وړمه ورځ وژل سوي دي، چي نن سهار يې مړي پوليسو ته په لاس ورغلل.
محمدګلاب ويلي دوى په دې هکله تحقيقات شروع کړي، خو نوموړي يې پړه وار دمخه پر طالبانو واچوله.
په دې باب لا طالبانو څه نه دي ويلي، خو تر دې دمخه پېښو ته پام سره ويل کېداى سي، چي ښايي طالبانو دغه کسان دولت او امريکايانو ته د جاسوسۍ په تور وژلي وي.