کور / تازه خبرونه / اوباما : د افغانستان نوې ستراتيژي ډيويډ پټرس جوړه کړې وه

اوباما : د افغانستان نوې ستراتيژي ډيويډ پټرس جوړه کړې وه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما خبر ورکړ چي د افغانستان دپاره نوې ستراتيژي جنرال ډيويډ پټرس جوړه کړې وه هغه دا څرګندوني د روسيې د ولسمشر ديمتری ميدويف سره د ميک کريسټل د خپلي دندي څخه د ليري کېدو يوه ورځ وروسته وکړې.
ميک کريسټل وروسته تر هغه د خپلي دندي څخه وشړل سو چي کله يې په رولنګ سټون مجله کي د اوباما ، ريچارډ هالبروک او نورو اړوند امريکايي چارواکو په اړه په يوه ليکنه کي نيوکي وکړې.او پر ځاى يې جنرال ډيويډ پټرس وټاکل سو. خو د ميک کرسټل سرنوشت تر اوسه ناڅرګند دئ.