کور / تازه خبرونه / کندهار: د طالبانو ځايي قومندان وژل سوئ دئ

کندهار: د طالبانو ځايي قومندان وژل سوئ دئ

د امريکا د سي، اين، اين ټلوېزون په خپل تازه خبر کي وايي، چي ايتلافي ځواکونو په کندهار کي د څو طالب جنګياليو په ګډون د هغوى يو ځاىي قومندان هم وژلى دئ.
خبر وايي ملا فيض الله په ارغنداو ولسوالي کي د طالبانو يو ځايي قومندان وو او د دې ولسوالۍ په نا امنيو کي يې لاس درلودئ، نوموړى د مارچ په مياشت کي د يوه امريکايي پوځي په وژلو باندي هم تورن سوى دئ.