کور / تازه خبرونه / بلجيم: پوليسو د عيسوي ملا پر دفتر چاپه ووهله

بلجيم: پوليسو د عيسوي ملا پر دفتر چاپه ووهله

د بلجيم په پلازمېنه بروسلز کي پوليسو د يوه عيسوي ملا ميچلن پر دفتر باندي چاپه وهلې ده.
پوليس وايي پر پادري ميچلن باندي له ماشومانو څخه د غير اخلاقي استفادې او جنسي تېريو تور دئ. بايد وويل سي چي د روان کال په اپرېل مياشت کي د برګس يوه بل پادري هم پر کوچنيانو پر جنسي تېري اعتراف کړى وو او له دندي يې استعفاء کړې وه.