کور / تازه خبرونه / د پنځو وسلوالو طالبانو د نيولو ادعا وسوه

د پنځو وسلوالو طالبانو د نيولو ادعا وسوه

د ناټو تر مشري لاندي د ايساف ځواکونو په پکتيا ولايت کي د ٥ وسلوالو کسانو د نيولو ادعا وکړه نوموړي ځواکونه وايي چي ياد کسان يې د پکتيا په جانخيل ولسوالۍ کي د ايساف او ملي اردو د ګډو عملياتو په ترڅ کي نيولي دي . نوموړي وايي چي دا عمليات يې وروسته تر هغه وکړه چي په ياده او اړوند سيمو کي د طالبانو له لوري پر ملي پوليسو او شخصي امنيتي کمپنيو بريدو زيات سوي ول.