د پاکستان هيواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د خپل افغان سيال زلمي رسول سره په يوه کتنه کي د افغان ملي پوليسو په روزنه کي د مرستي ږغ وکړ . نوموړي وويل چي حکومت يې تيار دئ چي په وړيا او لوړ معيار سره افغان ملي پوليس وروزي خو د خپل سيال د لوري يې د هو او يا ځواب وا نه ورېد، نوموړي دا وړانديز د لندن په کنفرانس کي هم کړئ ؤ خو د افغان حکومت چپه خوله پاته سوئ ؤ . سياسي شنونکي د ملي پوليس په روزنه کي د پاکستان نه شکېلول د افغان حکومت د لوري خورا پر ځاى ګام بولي.