د كندهار ښار د امنيت آمر فضل احمد شېرزاد وايي چي ايساف ځواكونو او ملي اردو د يو لړ عملياتو په ترڅ كي چي په ژېړۍ او دېكوچي كي يې كړي ۱۷ طالبان وژلي او ۳ نور يې نيولي دي . نوموړي دا څرګندوني په يوه خبري ناسته كي وكړې . هغه زياته كړه چي په وژل سوو كسانو كي يو تن پاكستانى دئ او مړى يې په ميروېس روغتون كي پروت دئ ، نوموړي همدا رنګه وويل چي په يادو عملياتو كي يې يو ۸۲ ميتري توپ ، يو راكټ انداز ،يو ميل تفنګچه او څلور ميله كلاشينكونه نيولي دي.