ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
یوازي یواسلام :
۱ ـــ الهي ویناده :
إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ إِلاَّ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللّهِ فَإِنَّ اللّهِ سَرِيعُ الْحِسَابِ (آل عمران : ۱۹)
ژباړه : بې شکه دالله په نزد(مقبول) دین اسلام دی . هغوکسانوچي کتاب ورکړل شوی ووترهغه وروسته اختلاف وکړچي علم ورکول شو،په خپل منځ کي دسرکښۍ له کبله څوک چي دالله په آیتونوکافرشي بې شکه الله چټک حساب کوونکی دی .
۲ ـــــ یوبل ځای الله جل جلاله وايي :
وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (آل عمران :۸۵) ژباړه : چاچي له اسلام پرته بل دین قبول کړنوالله جل جلاله به یې ورڅخه قبول نه کړي اودی په آخرت کي له تاونیانوڅخه دی .
۳ــــ همدارنګه الهي فرمان دی :
شَهْرُرَمَضَانَ اَلَّذِيْ اُنْزِلَ فِیْهِ الْقُرْآنَ هِدًلِّلنَّاسِ . (البقرة : ۱۸۵)
ژباړه : روژه هغه میاشت ده چي خلکوته هدایت کوونکی قرآن پکي نازل شوی دی .
۴ ـــ بیاهم الهي فرمان دی :
وَمَااَرْسَلْنَکَ اِلَّاکَافَةً لِّلنَّاسِ . (الانبیاء : ۱۰۷)
ژباړه : ته موټولوخلکوته لېږلی یې .
درنولوستونکو!
۱ ـــــ په پورتنیوآیتونوکي لومړني دوه آیتونه داوايي چي اسلام یوازي یواوهماغه دالله په نزددقبول وړدی اوڅوک چي له دې پرته دبل دین په لټه کي دی دهغه دین مردوددی .
۲ــــ له درېیمه آیته دامعلومېږي چي الله جل جلاله دانسانانودهدایت لپاره یوازي یو قرآن رالېږلی نه دوه.
۳ ـــ له درېیمه آیته دامعلومېږي چي الله جل جلاله دټولې نړۍ دلارښوونې لپاره محمد صلی الله دوروستي نبي په توګه رالېږلی بل هیڅ نبي نه شته . له دې درواصولوسره هیڅ مسلمان اختلاف نه لري .
درنولوستونکو!په یادلرئ څرنګه چي دټولوالله،نبي اوقرآن یودی اوڅوک چي دوه اسلامه مني هغه دټولوپه نزددقرآن اواحادیثوپه رڼاکي کافردی .همدارنګه الله جل جلاله چي لوېدیځوالوته کوم حکم رالېږلی هغه دختیځوالولپاره هم دی اوکوم حکم چي دعربو لپاره وي هغه به دعجمولپاره هم وي . څوک چي وايي نه!دافغانانولپاره یوحکم اودعربو لپاره بل حکم دی،دسعودیانولپاره یوحکم اودپاکستانیانولپاره بل حکم دی نوهغه ګواکي داویل غواړي چي الله جل جلاله دوه شریعته نازل کړي دي . پریوه یې دسختي حکم نازل کړی پربل یې داساني،یوچاته یې یوشی حلال کړی بل ته یې حرام کړی دی،دیوچالپاره یې یوشی رواکړی اودبل لپاره یې نارواکړی دی لکه متعصب امین کاړوي حنفي چي ویلي : دسیمي داختلاف په وجه دحلال،حرام،روااونارواپه اړه اختلاف کول صحیح دی . نعوذبالله! الله جل جلاله هیڅکله داسي نه کوي،ځکه داډول چارې په الهي شریعت کي اختلاف ثابتوي حال داچي الهي شریعت له اختلافاتوپاک دی چي قرآن کریم په خپله ددې شاهدي ورکوي .
أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا(النساء ۸۲)
ایادوئ په قرآن کریم کي فکرنه کوي؟ که له الله جل جلاله پرته دبل چاله خواوای دوئ به هرومروډېراختلاف پکښي موندلی وای .همدارنګه الله جل جلاله وايي :
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ . (آل عمران : ۱۰۵)
ژباړه : دهغوکسانوپه څېرمه کېږئ چي دڅرګندودلائلوترراتلووروسته یې سره اختلاف وکړدهمدوئ لپاره لوی عذاب دی .
دلته دي څوک دانیوکه نه کوي چي داډول اختلافات خودصحابه کرامورضی الله عنهم ترمنځ هم وو. نوبیاخوداوعیدددوئ لپاره هم دی؟ نوموږوایوچي هیڅ صحابي داسي متعصب نه ووچي دقرآن کریم اوحدیث تروړاندي کېدووروسته به هم پرخپل رایه اونظر کلک ولاړووبلکي سمدستي به یې خپله رایه پرېښوده قرآن کریم اونبوي سنت به یې خپل کړل،خومقلدین ددې خلاف دي بلکي دخپل نظردثابتولولپاره په قرآن کریم اونبوي سنت کي تحریف هم کوي لکه وړاندي چي یې مثالونه تېرشول،له همدې وجې صحابه کرام په دې وعیدکي داخل نه دي .
اوس راشئ داوڅېړوچي دمقلدینودادعوه ترکومه ځایه سمه ده چي زموږترمنځ دحلال اوحرام اختلاف نه شته بلکي دافضل اوغیرافضل اختلاف دی . تربیان وروسته تاسوپه خپله پرېکړه وکړئ چي دادحلال اوحرام اختلاف دی که دافضل اوغیرافضل؟ په یادلرئ چي په اسلام کي دننه دټولوعلماووپه اتفاق یوشی یاحلال اویاحرام،یاپاک اویاناپاک یاروااویانارواوي په یوه شي کي ددواړویوځای کېدل امکان نه لري . لکه امام شافعي رحمه الله چي وايي : الاقوال کثیرة والحق واحدیعني قولونه ډېردي خوحق یودی . اوس به دطهارة په مسائلوکي ځیني مثالونه وړاندي کړو.
(الف ) حنفي مذهب :
۱ ــ په اوداسه کي نیت ته اړتیا نه شته ۲ ـــ بې ترتیبه اودس صحیح دی ۳ـــ دقی اووینې په وتلواودس ماتېږي .۴ــ په خوله اوپوزه کي له اوبواچولوپرته غسل نه صحیح کېږي .
۵ــــ دعورت په لمسولواودس نه ماتېږي .
(ب) شافعي مذهب :
۱ ـــ له نیت پرته اودس نه صحیح کېږي . ۲ـــ دترتیب له لحاظ پرته اودس نه کېږي .
۳ ـــ په وینه اوقی اودس نه ماتېږي . ۴ ـــ په خوله اوپوزه کي له ابواچولوپرته غسل صحیح کېږي . ۵ ــ دښځې اوعورت په لمسولواودس ماتېږي .نوربیا…