ياده سيالى تيره ورځ د غرمې ورسته د کندهار ولايت په احمد شاهى لوبغالى کي د څلور ټيمونو ترمنځ پيل سوه،په دغه سيالى کي دکندهار دوو ټيمونو ، هلمند او چمن لوبډلو ګډون کړى چي شپږ ورځي به دوام وکړي.
همداراز د کندهار ولايت د دبدن د ښكلا لوبي دسيالى لپاره دکندهار ولايت څخه هنر احمد چي د نيپال هيواد ته د سپورت د امريت له لوري ليږل سوى وو، د جنوبي اسيا په سطحه يې په اويا کيلو ګرامه وزن کي دريم مقام ترلاسه کړى نن کندهار ته راورسيدى.
د سپورت امريت د هنراحمد د دريم مقام لاسته راوړل د زيبايې اندام په برخه کي دکندهار لپاره لويه لاسته راوړنه وبلل . دکندهار ولايت د المپيک امريت د کندهار پر ټولو ځوانانو ږغ کوي چي ورزش ته مخه کړي ولي چي سپورټ د صحت ضامن دى.