د موسى کلا ولسوال ملا عبدالسلام وايي د ملامحمدعمر په مشرۍ د طالبانو اوسنى مقاومت شرعي دليل نه لري.
ملاعبدالسلام د بي بي سي راډيو سره په مرکه ويلي چي په ٢٠٠١ کال چي کندهار د طالبانو له خوا په سوله ايزه توګه حامد کرزي ته سپارل کېدئ، ملامحمدعمر اخند د پخواني جهادي قومندان ملانقيب الله (مشهور په ملاګل) او د طالبانو د دفاع د وزير ملا عبيدالله په لاس له حامد کرزي سره بيعت وکړئ او هغه ته يې د واک چاري وسپارلې.
ملاعبدالسلام پر طالبانو باندي تور ولګاوه چي د پاکستان په لاس د برتانيې او نورو هيوادونو له خوا مرستي ورسره کېږي او غواړي چي هغوى يو وار بيا رامخته کړي.
نوموړي وويل که ملامحمدعمر له کندهار څخه په سوله ايزه توګه نه واى وتلى او واک يې د ملانقيب په لاس حامد کرزي ته نه واى سپارلى، د دوى مقاومت به شرعي جواز درلوداى.
ملا عبدالسلام چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د روزګان والي وو، په ٢٠٠٧ کال له افغان حکومت سره يو ځاى سو، چي وروسته د موسى کلا ولسوال وټاکل سو.
نوموړى په موسى کلا کي د طالبانو د فعاليتونو او فشار له کبله په کابل کي اوسېږي.
ملا عبدالسلام پر برتانوي ځواکونو باندي هم تور ولګاوه چي په افغانستان کي د عيسويت دپاره تبليغ کوي.