کور / تازه خبرونه / کندوز: ٤٤ پوليسو ته د فراغت سندونه ورکړل شول

کندوز: ٤٤ پوليسو ته د فراغت سندونه ورکړل شول

دکندوزولايت دپولېسودتربيوې مرکزڅخه 44 تنه پوليسو ته دفراغت سندونه ورکړل شول.
نن په هغه غونډه کې چې دياد ولايت دپوليسو په تربيوې مرکزکې جوړه شوي وه (44) تنو پوليسوته وروسته د څلورنيمو مياشتو نه په بيلابيلوبرخو کې زده کړوڅخه دساتن ملې نظامې رتبې ورکړل شوي .
په دغه غونډه کې د کندوز امنيه قومندان جنرال محمدزراق يعقوبې ، ځينوبهرنيو موسسوکار کوونکيو اويوشمير نورو چارواکو برخه اخيستي وه.
امنيه قومندان جنرال يعقوبې زياته کړه چې دا دپوليسو لومړنۍ دوره ده چې دکندوز برسيره دتخار ، بغلان اوبدخشان ولايتونو پوليسو په کې هم برخه درلوده . همداراز هغه زياته کړه چې فارغ شويوپوليسو څلورنيمې مياشتې په بيلابيلوبرخوکې زده کړې کړي دي دوي به وکولاي شئ چې د امنيت په ساتلو کې ښه رول ولوبوئ )
ديادونې وړ ده چې په دغه مرکز کې دبيلابيلو ولايتونو پوليس دتربي لاندي نيول کيږي ، ددغه مرکز مالې لګښت اونورې چارې دامريکا متحده ايالاتو لخوا ورکړل کيږي .
دياد مرکز دامريکايي افسر په وينا امريکا غواړې چې افغان پوليسو ته په بيلا بيلوبرخوکې روزنه ورکړي ترڅوافغان پوليس وکولائ شئ چې دامنيت په ټينګولو کې پخپله جوګه شئ .