کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د كندهار د پوهني له رياست سره مرسته وكړه

د پوهني وزارت د كندهار د پوهني له رياست سره مرسته وكړه

د پوهني وزارت د كندهار د ښووني او روزني د رياست سره اووه زره ټوكه د بيلابيلو موضوعاتو لرونكو كتابونواو يو لړ لابراتوارو مرسته وكړه.
پر همدي مهال د كندهار د پوهني د رياست چارواكو خبر وركړ چي په راروانو دوو مياشتو كي په پلان كي لري چي د كندهار ښار او يو شمير ولسواليو كي د اووه څويښت بابه نوي ښوونځيو لپاره نوي ودانۍ جوړي كړي.
بلخواكندهار ښاريان د پوليسو د چلند څخه شكايت كوي او وايي چي هره ورځ د پوليسو لخوا څخه زورول كيږي.
دوى له دولت او خپله له پوليسو څخه غوښتنه كوي چي بايدددوى سره ښه چلند وكړي تر څو ښاريان له خپلو پوليسو څخه خوښ سوي وي.
ښاريان دا خبره پر داسي مهال كوي چي وخت ناوخته دولتي چارواكي د پوليسو د روزني خبرونه وركوي.