کور / تازه خبرونه / د روسيې ولسمشر په امريکا کې دى

د روسيې ولسمشر په امريکا کې دى

د روسيې جمهور رئيس ديمتری ميدويف امريکا ته د رسمې سفر په لومړي قدم، د کلفورنيا ايالت سان فرانسسکو ښار ته ورسيد.
تمه ده چې د روسيې جمهوررييس به د ورځې په وروستيو کې د ټويټر پنامه انټرنيټي شبکي له بنسټ ايښودونکي سره وګوري او وروسته به د سيليکان درې کې د کمپيوتر د تکنالوژۍ له مهمو مشرانو سره هم وګوري.
ميدود يف غواړي روسيه د خامو موادو له برابرونکي هېواد څخه د عصري ټکنالوژۍ په مرکز بدل کړي.
د روسيې جمهور ريس به له کليفورنيا څخه وروسته واشنګټن ته لاړ شي او هلته به د امريکا له جمهور رييس بارک اوباما سره وګوري.
له واشنګټن څخه به دواړه مشران کاناډا ته لاړ شي او د شلو سترو صنعتي هيوادونو په مشريزي غونډې کي به ګډون وکړي.