د ژورناليزم په برخه کي دغه ورکشاپ چې د جوزا د مياشتي په ٢١ نيټه پيل شوي ؤ د سرطان په ٢ پاي ته ورسيد .
دورکشاپ د پاي په غونډه کې دکونړوالى الحاج سيد فضل الله وحيدي په خپله وينا کي په ولسواکه ټولنه کي د ژورناليزم په مقام اوږدي خبري وکړي نوموړي په ټولنه کي د ژورناليست دنده ارزښناکه وباله. همدغه زار دکونړوالى په اسداباد کي د يونيټ کلب دپرانستولو وعده هم وکړه چې ځوانان تري فائده واخلي ورپسي د ولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل پخپلوخبروکي د ورکشاپ په ګډونوالو غږ وکړ ترڅو خپله وړتيا د عامو وګړو په خدمت کي وکاروي .
ياده دي وي ياد ورکشاپ د امريکا د خارجه وزارت په مالي لګښت جوړشوي ؤ چي استاد احمد الله آرچيوال لخوا پکي زده کړي ورکړل شوي.