کور / تازه خبرونه / افغان حکومت د جنرال پټريوس له ټاکني ملاتړ وکړ

افغان حکومت د جنرال پټريوس له ټاکني ملاتړ وکړ

د افغانستان حکومت د امريکا د ولسمشر باراک اوباما له هغي پرېکړي هرکلى وکړ، چي افغانستان ته يې د ناټو د ځواکونو د نوي قومندان په توګه جنرال ډيويډ پيټريوس ټاکلى دئ.
د فرانس پريس آژانس د ولسمشر کرزي د وياند وحيد عمر له خولې خبر ورکوي، چي د افغانستان حکومت سره له دې چي د مک کريسټال په ليري کېدو خوښ نه دئ، خو د باراک اوباما له خوا د ډيويډ پيټريوس له ټاکني هرکلى کوي.
وحيد عمر ويلي ډيويډ پيټريوس له افغان حکومت سره ښې اړيکي لري، هغه يو تجربه کاره جنرال دئ، د سيمي په هکله مطالعه لري او د ناټو ځواکونو د عمومي قومندانۍ دپاره يو وړ کس دئ.
بايد وويل سي چي د امريکا ولسمشر باراک اوباما پرون په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو امريکايي قومندان جنرال مک کريسټال د خپل حکومت غړيو ته د سپکاوي په خاطر له دندي ليري کړ، او پر ځاى يې په منځني ختيځ کي د امريکايي ځواکونو غټ قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس وټاکئ.
جنرال مک کريسټال په افغانستان کي يو کال د امريکايي ځواکونو قومندان وو، چي د افغان حکومت سره يې تر بل هر امريکايي قومندان اړيکي سمي وې. د افغان چارواکو په وينا د ده په راتګ په افغانستان کي د عملياتو پر مهال د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي په کچه د پام وړ کمى راغلى وو.