د کندهار ښار د سپورټ آمر ښاغلئ احمد الله ګلالى وايي چي په هغو سياليو کي چي د نيپال په هيواد کي د بدني ښکلا په څانګه کي جوړي سوي وې يو تکړه ځوان ښاغلي هنر احمد پکښي د ٧٠ کېلو په وزن کي دريم مقام خپل کړ. نوموړئ په دې سياليو کي د ښاغلي هنر احمد د مقام خپلولو په اړه وايي چي دا يوازي د کندهار نه بلکي د ټول افغانستان لپاره يو ستر وياړ دئ .
ښاغلئ هنر احمد په کندهار ښار کي د يوه مشهور بدني ښکلا دکلب مشري په غاړه لري چي مخکي هم په کندهار او هم په نورو ولايتو کي د بدني ښکلا په سياليو کي اتل سوى دئ .